سميع الدين افغاني

 دا تريو تندی دپردي کورپه سړي بدلګيږي

بل نغری دبل چااورپه سړي بدلګيږي

 چې موژوندون دبل په کلواو کوڅو تيريږي

محتاج وختونه د پيغور په سړي بد لګيږي

 بدې شيبې د محتاجي په اجنبي ملکو کې

دا محنتونه سپکې سپور په سړي بد لګیږي

د ژوند نا خوالو ستړي ستړي کړوچاره نلرو

داسې فضا د ظلم ، زورپه سړي بد لګیږي

د زړګي اه! مو تر اسمانه فريادونه کوي

دا بيغوري نا حقه تور په سړي بد لګیږي

نشته چاره دې بدحالت نه د خلاصون چرته کې

عذاب وختونه لور په لورپه سړي بد لګیږي

ربه يو لاس کړي دا خواره او مرورافغانان

د بل په لمسه وژل ورورپه سړي بد لګیږي

څو به مهاجر يو د وطن ارمان په زړه کې لرو

د غه اوږد لاس بل ته د پور په سړي بد لګیږي

نه خوشالي شته پدې سيمه نه درمان د زړګو

دا لباسي خندا د زور په سړي بد لګیږي

Door Guest