ژوند به راځي

ژمی تیریږي او راتګ د پسرلي حتمي دی
لکه د مرګ دغسې ژوند به هم راځي حتمي دی
دا چې له روغو او هوښیارو خلکو نه شوه پوره
وخت د ظهور د یو ملنګ او لیوني حتمي دی
یارانو وار چې خطا نه کړی ، موږ به ژغوري ضرور
اوس نو راتګ د احمدشاه غوندې سړي حتمي دی
زلفې دې واړوه ، سندرې بیا له ما وغواړه!
که ترنم غواړې ، شمال دې د پیکي حتمي دی
څوک چې له هغې سندرمارې سره مینه کوي
د زړه په وینو ګذران ورته بیخي حتمي دی
چې ستا د سترګو پیمانه په کوم محفل کې ګرځي
هلته ولاړ تږی کتار کې ستا هادي حتمي دی