غزل

زه له خپل اوجوده په هغې پسې را ووتم
ژونده ستا له تنګې جزیرې پسې را ووتم

نور نو څراغ نه یم چې تیاره بادونه مړ کې ما
زه لکه سهار په تورې شپې پسې را ووتم

دا د پښتنو وطن پښتون غواړې پښتو غواړي
زه د خوشال خان په مفکورې پسې راووتم

غیږه کې دې پاتې شم که څه هم درنه لري شم
زه لکه خوشبو پیغلې غونچې پسې راووتم

ځلانده د توبې د ماتولو تجربه کوم
ځکه نن ناوخته میکدې پسې را ووتم