پخوانۍ غزله

حسن بــــــه لري خو وفـــــــــــــــــــا نه لري
ښکلو کې دا کار دی چې دا نــــــــه لري

 مـــــــــه یرېږه ټینګه غېږه راکړه ،یــــــار
مینه نـــــــــــــــاروا او روا نـــــــــــــــه لري

دا د هـــــجر شپې څومره اوږدې شولې
ژونـــــــــــد مې جوړ د وصل سبا نه لري

هـــــــر څو که دې بــــــــد راسره کړي دي
خیر دی کــــــنه راشه ،پروا نـــــــــــه لري

دا ګوهر کـــــــــه ټوله دنیــــــــــــــــا ولري
هیڅ نه دی جــــــــــــــــانانه چې تا نه لري