د پکتیکا ادبي بهیرد ۱۵غونډې لنډ راپور

پکتیکا

پکتیکا ادبي بهیر خپله ۱۵ غونډهد جمعې مبارکې په ورځ (د سلواغې په ۱۳ مه ) په مرکز ښرنه کې د اطلاعات اوفرهنګ په کتابتون کې تر سره کړه.غونډه چې دمحمد ذاکرلخوا دقرآن په مبارکوآیاتونوپیل شوه،د ستېج چارې یې انعام الله ګوهر او د راپور لیکنې چارې روزي خان ارغوان ته سپارل شوې وې.د غونډې ریس صدیق الله روان او همدا راز رحیم الله حسني د مشر مېلمه په توګه ټاکل شوی و.

له تلاوت نه پس او د ګزارش لوستلو نه مخکې د هېواد تکړه لیکوال،تاریخپوه،ژباړن او ژورنالیست ارواښاد غلام محمد زرملوال ته دعا وشوه او همدا راز د پکتیکا ځوان لیکوال داد محمد ناوک ته د هغه د نوي نثري اثارو په چاپ کېدو ( مېخونه،لنډي کیسې…د لنډې کیسې کرکټر،نثر) ټولو بهیروالو مبارکي ورکړه اوله نوموړي څخه یې د لا زیاتو پنځونو هیله وکړه

پکتیکا1.

ورپسې د پرېکړې مطابق د ځوان شاعر رمیز راجا ناصح غزل کره کتنې ته وړاندې شو.په غزل اوږد ادبي او تنقیدي بحث اوشو چې په ترڅ کې یې ځیني بیتونه وستایل شول او په ځینو بیتو کې نیمګړتیاوو ته ګوته ونیول شوه او شاعر ته یې د لا مظبوط شعر لیکلو لپاره ګټور نظرونه ورکړل شول.

د غونډې په دریم پړاؤ کې آزاده مشاعره وشوه چې د پکتیکا د مختلفو ولسوالیو څخه شاوخوا ۳۰ شاعرانو په کې خپل شعرونه وویل.

پرېکړه وشوه چې راتلونکې غونډې ته به د تنقید په ځای، د پکتیا پوهنتون د ادبیاتو محصل او ځوان شاعر فدا محمد صمیم یار د پښتو (ی) ګانو په اړه بهیروالو ته لیکچر ورکوي.

د یادونې ده چې اونۍ مخکې د پکتیکا ولایت په یوسفخېل ولسوالۍ کې هم د یادې ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه د (یوسف خېل ادبي بهیر) تر نامه لاندې د غونډې بنسټ کېښودل شو.