غــزل

سید فخـرالدین هاشمي

ټول ورته ګـورې په نظـر کې یې شـدت را وسـتـی

سـپـــوږمۍ زمـا په رقـیـبانو کې وحـدت را وسـتـی

اوس مــو د ژوند د دوام ستوري خلکه بولۍ که نه

مــوږه په ماتــو زړو کـې بېـرته شـرارت را وستـی

د زنده ګــۍ په مطلب اوس هم پوهـېـــدلي نه یــوو

له خپله لاسه مـــو په خپل وطـن قــیامت را وسـتی

د ځـــوانۍ شـــرنګ دې په والله د آفـرین لایق دی

له محبت منــکـر دې څنـــګ په محـبــت را وسـتی

خدای هـم زمـوږ د مـــزاج تنـده ګــوره ښه پېـژني

ځکه یې هـره ورځ پـــه ښــُکلــو برکت را وسـتی

زاهـد دمــرګ فــلسـفه دومـــره کړه تـرخـه یـارانو

د زړه په وینو مـو د یوې خنـدا فــرصت را وسـتی

د محبت احسـان دې څنـګه لـه اوږو کـــوز کړمـه

لـېـونۍ ! یـاد دې شـاعـرۍ کې هـم لـذت راوســتی

*****

شمشاد تلویزیون ـــــ کابل