دمیرمن کلتوري ټولنیزبهیرپیښورڅانګې دنهمې غونډې راپور

دمیرمن کلتورې ټولنیزبهیر نهمه میاشتنې غونډه دافغان قونسلګرې فرهنګي خونه

کې د اغلې پروین ملال په کوربه توب تر سره شوه .

چې پیل یې څو مبارک آیاتونه د اغلۍ پښتنه شینوارۍ په ښکّلې غږ وو.په غونده کې ګډونوالې میرمنې هره یوه اغلۍ خاټوله احمدزۍ،هما ظفر احمدزۍ،اغلۍ یلدا رڼا شینوارۍ،اغلۍ عالیه شینوارۍ، اغلۍ صفیه ابراهیم خیله ،اغلۍ ملیحه ابراهیمی ،اغلۍ سعیده نیلوفر شاه ، اغلۍ ملکه ابراهیمی ګډون درلود . ټاکل شوې وه چی ښاغلی عبدالاحد

محمدیاربه د غونډې میلمه او ښاغلی اسرار اتل یا ښاغلی مُجیب انګار به د راپور جوړولو په موخه غونډه کې کډون کوي چی ښایې د کومې ستونزې له امله یې وعده پر ځای نشوای کړای . ګډونوالو په تیرو او راتلونکیو غونډو هر اړخیز بحث درلود او د راتلونکې غونډو

د لا ښه کیدو ژمنه یې وکړه . د تل په څیر آزاده مشاعره د غونډې په ښکُلا کې یوه اضافه وه ، خو په پيښور کې داطلا تواو فرهنګ وزارت فرهنګې خونه تړل کیدل او د افغانستان د کلتوري ودې مخنیوي د ټولو له پاره خواشینوونکې اود نه منلو وړ خبره وه او وي به

د غونډې راپورلیکونکۍ : هما ظفر احمدزۍ