سوداګربیاکلی ته راغی

یا شنه بنګړي یا به نکریځی خرڅوینه

»«»«»«»«

سوداګر نه دی پوخ ملنګ دی

سوداګرۍ کښې تورو سترګو ښکار کوینه

»«»«»«»«

څو ورځې مخکښې و راغلی

د لوی زیارت په نامه یې ورکړل تاویزونه

»«»«»«»«

ملنګ پګړۍ کږه تړلی

نصیب یې پوخ ده ددیدن تمه کوینه

»«»«»«»«

سوداګر ښه ده څه به خرڅ کړی

ورک دی ملنګ شی چې خیرات بهانه کوینه

»«»«»«»«

زمانه لاړه ،رنګ بدل شو

پرون ملنګ و نن ملا دجومات شونه

»«»«»«»«

خیر دی دا ورځ به شی بدله

ملنګی نه کړم خوار زړګی مې ملنګ شونه

»«»«»«»«

مینه مې ژاړی په سلګیو

مینی ملنګ ته دښیراو کړي سوالونه

»«»«»«»«

پنګړی چې مات شی بل به واخلی

زړګی چې مات شي رڼه ورځ به تیاره شینه

»«»«»«»«

دملنګۍ ورځي وي لنډې

یو یې دیدن وي بل یې لاره اوږده وینه

مسکو ۳ – ۲ – ۲۰۱۳

Door Guest