یو ځل بیا
Zaland Nikyar
فروري ده خو موسم د ډسمبر دی
لا په زړه باندې مې غم د ډسمبر دی

زما نه مخکي یې له سترګو اوښکې څاڅي
څه بې درده شان صنم د ډسمبر دی

خاموشي ده یخ بادونه په هر لور دي
وچې پاڼې زیر و بم د ډسمبر دی

په حجره کې مې چلم دی او یاران دي
په زړګي مې یار همدم د ډسمبر دی

یار ځلاند سره د کال وعده تازه کړه
نوي کال باندې کرم د ډسمبر دی