غزل
درویش درانی
دامنـــــم چي نه څراغ یم ،نه سهـــــــــاریم
مګربیاهـــــــــم دتیارو دسترګوخـــــــــــــاریم

مـــــا و تا بـــــــــه هم اخرغـــــاړه غړۍ سو
دا په دا چي ته ښیښه یې ،زه غبــــــــاریم

ستـــــــــورو تاسي لاڅــــــه نورانتظار وکړﺉ
زه دمځـــــــکي دسپېرو خــــــــاورو په کاریم

خوښه ستاده چي په کوم شکل مي غواړې
زه خوچــــــــاوته اغزی چـــــــاته بهــــــــاریم

زه دروېش بیرته دځــــــــــــان په طرف باندي
را روان یم خــــــــــو تراوســــــــــه لاپه لاریم