څنګه کولی شو چې د خلکو مينه لاس ته راوړو؟

حميدګل شېرزی

Hamid Gul Sherzai
که فکر وکړو په ټولنه کې هر کس مينې ته اړتيا لري نو څنګه کولی شو چې د خلکو مينه لاس ته راوړو؟

د خلکو د مينې لاس ته راوړلو لپاره څو مهم صفتونه دي چې هر کس يې بايد په خپل ځان کې ولري. لکه شخصيت، د خبرو کولو طرز، لباس، د ملګرو ټاکنه، د عادتونو نه درلودل او همداسې نور.

لومړۍ راځو شخصيت ته، په اوسني وخت کې چې شخصيت ونه لرې نو په ټولنه کې داسې مثال لري لکه بې بويه اغزن ګل، نو دې خبرې ته په پام سره موږ بايد په ټولنه کې د غوره شخصيت خاوندان واوسو. جرمني نفسيات پوه کېتراين د شخصيت په اړه په خپله کتاب (د مينې فلسفه) کې ليکلي چې: “د انسان هغه خدای ورکړی صلاحيت چې د چاپېريال تر آغېزې لاندې په خپل ذاتي انداز او رنګ کې راڅرګند شي شخصيت بلل کېږي”. او ښاغلی تاج الدين ملتمل صاحب په خپل کتاب (ځوانان او شخصيت جوړېدنه) کې داسې ليکي: “شخصيت هغه مقام ، ارزښت او احترام دی، چې د ټولنې خلک يې يو چا ته په ټولنه او خپل زړه کې په خپله خوښه، بې له کومې تمې او تمنا ورکوي. يا په بل عبارت شخصيت د هغه ارزښتونو ټولګه ده، چې په يوه مشخصه ټولنه کې د تولنې غړيو ته خاص اهميت لري”.

د غږېدا طرز بايد داسې نه وي چې مقابل لوری درنه تنګ شي لکه زموږ زياتره ځوانان داسې دي چې کله خبرې کوي نو مقابل لورې ته وار نه ورکوي نو موږ بايد داسې ونه اوسو او بې ځايه ونه غږېږو که ډېر وغږېدو نو زموږ خبرې بې آغېزې کېږي يانې په مقابل لورې کوم آغېز نه شي کولی. لږې خبرې کره خبرې اړينې دي.

لباس ته راځم، پوهېږم چې زموږ په ټولنه کې زياتره خلک غريب دي خو که هر څومره سړی غريب بايد نظافت مراعات کړي له يوې خوا نظافت د ايمان يوه برخه ده او له بلې خوا په ټولنه جې پاکوالی ډېر اړين دی بايد زموږ لباس د هر وخت لپاره پاک وي په همدې ډول د بدن نور غړي.

د ملګرو په ټاکنه کې بايد ووايم چې موږ په ټولنه کې هر ډول خلک لرو نو نه بايد له ټولو سره ملګري واوسو داسې کسان بايد د ځان لپاره وټاکو چې پرې پوهېږو چې دا زما د ملګرتيا د ساتلو توان لري، زما په وعده ولاړ اوسېدلی شي، په وعده وفا کولی شي. کله چې په لومړي ځل څوک په کوم بد عادت اخته کېږي نو له نږدې ملګري له خوا کېږي بايد له داسې خلکو څخه ځانونه وژغورو.
نو که په چا کې دا پورتني عادتونه نه وي نو بايد ځان ترې ټول وساتو نه چې ورته مخامخ ووايو چې له تاسو سره ملګرتيا نه کوم ورو ورو بايد ځان ترې راټول کړو. او د ناسمو ملګرو تاکنه زموږ د پلار نامه ته هم زيان رسولی شي.

عادت ته راځم زموږ په ټولنه کې داسې کسان هم شته چې سګرټ، نسوار او داسې نورو نشيي موادو باندې روږدي دي نو که موږ او تاسو د ملګرو په ټاکنه کې جدي ونه اوسو نو تر ټولو نږدې ملګری راته د سګرټ او نسوارو وړانديز کوي نو چې د هغه خبره دې ومنله ته هم پرې اخته شوې که ودې نه منله نو هغه درنه خفه کېږي نو بايد کوښښ وشي چې داسې ملګري ونه لرو.

ليک: حميدګل شېرزی