غزل
سعيد زابلى
كه په كې لوڅ يم، كه په كې پټ يم، دا مې ايمان دى
وطن نيازبين دى، خاوره يې جارشم، وطن جانان دى

مرور ورور دى، دا مې كمى دى، دا مې ارمان دى
ارمان ارمان دى، ارمان ارمان دى، ارمان ارمان دى

د خداى رحمت دى، وطن جنت دى، شنه بخلمونه
خو كفر څه دى؟ ولې په وينو؟ هرارغوان دى

څوك به يې پوى كا، په څه يې وژنې؟غم يې د چا دى!
ټوپك ګوزار كړه!اوربل د خپلې، خوركۍ دې وران دى

سعيده ګل دى، كه ستا زابل دى، كه ګران كابل دى
ماليار يې نشته، خزان خزان دى خزان خزان دى

سعيد زابلى