ديوې افغانې مور پيغام
زرلشت حفيظ بشريار
14775_10151481613434252_1707397707_n
زه موموريم نصحت واورې بچو
يوه خبره دوحدت واورئ بچو
که ديوبل نه ځارنه شئ افغانانو
ازادي کې به شکست راوړئ بچو
که ديوتن اندامونوغړي نه شئ
دپردوبه حکومت راوړئ بچو
دازما افغانستان يوژوندی جسم
که دجسم معيوبيت راوړئ بچو
تاسئ ګوډړانده کاڼه به وئ ترتله
خودښمن به سلامت راوړئ بچو
اندامونه په توپيرورنه بيل مکړئ
سره يوشئ لوې عزت راوړئ بچو
دزرلښتۍ داپيغام ديوې مورده
سره يوشئ اووحدت راوړئ بچو