اشنا د ستا په سر د ښکلا تاج ښه دی همداسی

زما زړګوټی تل درته محتاج ښه دی همداسی

رښتیا چی منصوری جزبی ثابتی کړو د مینی

د دار په محبت کی دا رواج ښه دی همداسی

چی ته یی بی پروا ګنډی په ستنه د بــڼـــــــــو

زما د زخمی زړه دغه علاج ښه دی همداسی؟

بس تا لره غرور ښه دی په حسن په نازو نو

شاعر یمه زما نازک مزاج ښه دی همداسی

چی وایو په ، اظهار، په سترګو سترګو کی رازونه

رقیب مو له محفل ځنی اخراج ښه دی همداسی

مرجان ،اظهار ، پکتیا

Door Guest