katawazi2

لیکونکی: امرالدین سرحد

ده غوښتل

ده غوښتل چی ټول دردونه کړی ملهم

غم وهلي کړي بیغمه ټول له غم

دی خیالی و زړه کښې پاک صادق په مونږ کښې

«خیال محمد کټوازی» و بله شمع په تور تم

ټولولې په خپل فکر مرغلري دابحارو

سپیني بریښی لری، لری له هر چم

ده کتل په مینه تل دژوند کړو وړو ته

چې نور تندر په خورانو نکړي ګړم

ښې غوښتنې یې دا ټولي د وطن وي

چې هردرد دوطن جوړ کړي تل هر دم

لاس مو پورته کړي ملګرو خدایه ته یې جنت جای کړې

دی صادق و خپل کردار کښې مونږ ته دی و پوه اعظم

Door Guest