داسى پښتو نه منم
pashto
ته په خپل جايداد باندى که جنګ ته پښتو وايئ
پښتو نه منم
خور،لور که ورکول بدو کې بل ته پښتو وايئ
پښتو نه منم
کله خپله لور خپله لونګۍ اوخپل پټکى ګڼئ
پټکى دبل پښو ته کيښودو ته پښتو وايئ
پښتو نه منم
نشته په تا قدرد درنى او پښتنى ليلا
بربنډى چى په قدر راوستو ته پښتو وايئ
پښتو نه منم
ته کړى څه سيالې دميرويس خان دتورې شرنګ سره
پيرنګى ته پښو کې رغړيدو ته پښتو وايئ
پښتو نه منم
پښتو د يوالى ،ننګ غيرت اواوچت شان نښه
نشته عمل تاکى هسى تش په خوله پښتو وايئ
پښتو نه منم
پت دى دنيکونو دشملو کله ساتلى ده
ته بس يوى لونګى په سر کيدو ته پښتو وايئ
پښتو نه منم

هما ظفر احمدزۍ