پښتو : ارواښاد وزیر محمد ګل خان مومند بابا

Pashto

پښتو په تا مین یم که وم وم که نه وم نه وم
هر کله به دي ستایم که وم وم که نه وم نه وم

پښتو د بڼ چوڼی یم شور کړم پښتنو ته
تل دوی ته په وینا یم که وم وم که نه وم نه وم

پښتو که رانه لاړه هر څه به رانه تللي وي
نو بیا تالا والا یم که وم وم که نه وم نه وم

د رب مخ مې دروړې دی پښتونه پښتو ټینګه کړه
زه تاته په ژړا یم که وم وم که نه وم نه وم

دروغ مې هیڅ زده نه دي هم ټګي کولای نشم
پښتون یم په ریښتیا یم که وم وم که نه وم نه وم

خبره د زلمو ده چې پښتو ته ځان تکړه کړي دوی
زه زوړ یم او بوډا یم که وم وم که نه وم نه وم

په خټه سپین پښتون یم محمد ګل د قوم خادم یم
له سټې نه آریا یم که وم وم که نه وم نه وم

ارواښاد وزیر محمد ګل خان مومند بابا