نظم—–زرلښته حفيظ بشريار
زه او ته
زرلښته حفيظ بشريار
اوس دمينې اووحدت خبرې ليکم
بعدله دی نه دهجرت خبرې ليکم
که دسولې ناره پورته په وطن شي
ګرانه ستا د محبت خبرې ليکم
****
دلته ټول پردي پردي يوودی وطن کې
مونږه واړه اجنبي يوو دی وطن کې
دنړۍ په هر هيواد کې که ميشته يو
پرديسۍ په غم ستي يو دی وطن کې
****
دايوڅوظالمان ګوری چې دوي څه کړي
دپرديوپه لمسون دوي تل جګړه کړي
داسې نه وايي چې وطن زمونږناموس دی
دوطن ماشوم خرڅيږي مور به څه کړي
****
که هيواد کې زما دسولې فضاراشي
وچو شنډوته دمينې مسکا راشي
ګرانه ته به زما دمينې شهزاده يي
زماوطن ته که د سولې ليلا راشي
****
دسپين غر په ننداره به دونيا راشي
توره بوړه به ښايست دتما شا شي
سيلانيان به د نړۍ ورته را درومي
که درب درکې منظوره زمادعا شي
****
زه او ته به د هيوادخواږه بچيان يوو
سروبي او جګدلي په لور روان يوو
ماهيپرکې به دمينې بنډار جوړکړو
دحفيظ دګرانې مور دزړه ارمان يوو