غزل

غزل 

زه د مینـــــي ښار یم، لیونی په صحرا نه یمه

زه کــــه یم لیـــواله، خــــو پردی د دنیا نه یمه


پرخـه یـم ختـلې، په هـمت وه آسـمانـونـو ته

زه پـــــــر پـــاڼـه پـریـوتـم، د لمر په رڼا نه یمه

 

زه که په ستایلو کي د ګل سره تشبیه نه شم

زوز په شان جګ شوی خو پر لاري د چا نه یمه

ماپه عاجزي، په خاکساري، خپل ځان وچت کړلو

نـه پــه کــوم نښان، مقام ، په نوم د بابا نه یمه


ته که ما ملنګ بولې، سوالګیر بولې په څه باندي

نـــه میـــلمه د خـــان او هم ګدا د پادشا نه یمه

محرابي