نظم- —-زرلشت حفيظ بشريار
-زرلشت حفيظ بشريار
چې دننګ او دغيرت خبرې بيا کړي
خدايه داسې يو انسان په کې پيدا کړی
هسکه غاړه دغليم په کور ماتم شي
خدايه داسی جنوني عشق را عطا کړی
چې فرق نه کوي تاجک،ازبک،پښتون کې
داسې پاکه له کينې نه مې دنيا کړی
چې يو لاس کې محبت بل کې غيرت وي
خدايه هغسې انسان زمونږ پيشواکړی
په پرديو هيوادوکې پښتو نه شته
ګل وطن مې ګلالی ده ته يي راکړی
دملالۍ، زرغونې، نازوکيسو نه
لکه هوډ ديو پښتون همت زما کړی
چې ورېږي به پرې نور د جنتونه
دزاهد په عبادت کې مې يو ساه کړی
چې فرهاد غوندې دميني ازمايښت کې
هوډ کې کلک وي دغيرت کسان پيدا کړی
تاج محل دمينی جوړ چې مې وطن کړي
خدايه داسي شاه جهان په کې پيدا کړی
د (حفيظ)دنيا خو دومره وړه نه ده
دوطن سر تورې مور ته مې امسا کړی

(دځوانمرګ ارمان دټولګۍ څخه)