د ښاغلی عبدالباری جهاني ښکلی غزل )
کتاب:کوثر
Abdul Bari Jahani
نه رسي منزل ته له کاروان څخه لار ورکه ده
شپي لیونۍ سوي له آسمان څخه لار ورکه ده

واورئ د مرمر په محلونو کي ویدو خلکو
وار ئې د ساحل دئ له توپان څخه لار ورکه ده

چا ویل چي لاري ئې د امن پر ګودر وزی
ماته ده کښتۍ له جاله وان څخه لار ورکه ده

نن ئې په محفل کي د پردیو رنګ لیدلئ دئ
جام له ساقي لویږي د مغان څخه لار ورکه ده

هر څه د رنګونو په بازار کي رنګیدلي دي
تور و سپین اغوستي له شیطان څخه لار ورکه ده

اوس غنچي د ګلو د زوزانو بوی په خوله کي ورک
بڼ کي د اغزیو له باغوان څخه لار ورکه ده

نوم ئې د رویبار دئ له اغیار سره راغلي دئ
مینه چیرته یوسي له جانان څخه لار ورکه ده

تللي د پیړیو پر اوږو دي د بلال چیغي
دې د کفر ښار کې له آذان څخه لار ورکه ده

وایه جهاني د چا په مینه به غزل لیکو
اوس پر ګودرونو له پیزوان څخه لار ورکه ده