افغانه ښځه—-زرلشت حفيظ بشريار
حفیظ بشریار
ښځه حيا ده لوپټه د عزت
ښځه ښکلا ده د ژوندون مرحمت

په يوه لاس ښځه جهان زنګوي
په بل زانګو او ماشومان زنګوي

ګردې نړۍ کې قهرمانې ښځې
سل افرين په تا افغانې ښځې

په بسم الله باندې هر کار پيلوې
پاکې ستوره او مسلمانې ښځې

ښځه ښادي او خوشحالي د ژوندون
ښځه ډيوه او رڼايي د ژوندون

ښځه غوټۍ ده دګلونو څانګه
ښځه ښکلا ده نورونو وړانګه

هره يو انسان ته محترمې ښځې
ماته له هر چا معظمې ښځې

په پاکه غيږکې اتلان وروزه
هر تجاوز ته فاتحان وروزه

له تانه ځارشمه افغانې ښځې
اې په نړۍ کې قهرنانې ښځې

د سولې غږ په هر افغان ېې ښځې
ته حفيظ د زړه ارمان ېې ښځې

ستا دحيا ستا د عفت نه قربان
ستا د ايمان او عقيدت نه قربان