(زه له خپلې کوټې کوم طرف ته لاړ شم ؟؟؟( د کانکور دنتایجو په اړوند نظم
………………………………………………………………..

زه د خپلې کوټې لرې کونج کې ناست یم
او ډېوه د درد حالت ته لګیا، ریږدي
کتابونه راته خلاص مخکې پراته دي
هره کرښه یې په خوله کې زما ریږدي

زه د خپلې کوټې هغې کونج کې ناست یم
چې مې خپله مجبوري کړه پاڼه پاڼه
چې مې خپل نیمایي عمر د کتاب کړ
چې مې خپله زندګي کړه پاڼه پاڼه

زه د خپلې کوټې چت کې را ایسار یم
او خیالات مې راته زهر زهر شوي
بل خواري ، زما غربت او زما پوهه
ما ته کرکه را کوي په قهر شوي

زه د خپلې کوټې هر دېوال ته ګورم
هر دېوال زما حالت پورې خندا کړي
هر دېوال کې مې د پلار د چاودو ګوتو
تصویرونه دي ، ویرونه کړي، ژړا کړې

زه د خپلې کوټې بند کې بندېوان یم
شیطاني فکر مې جنګ طرف ته بیايي
شیطاني فکر مې ذهن ، مجبورۍ نه
د مرمیو شور او شرنګ طرف ته بیایي

زه له خپلې کوټې کوم طرف ته لاړ شم ؟؟؟؟
چې کتاب مې زړه کې اور راته راکړی
ناکامۍ د ژوند پېغور راته راکړی
د جنګ فکر چې کانکور راته راکړی …..

فضل الربي رستم