غزل
Zaland Nikyar
له ژړا نه غېږه ډکه د شبنم په اوښکو پایې
دا ګلپاڼه خدایه څنګه د ماتم په اوښکو پایې

د خوښې ناوي وطن کې تل سرتورې دې وطنه
بې پلوه دا ښکلا تل د ستم په اوښکو پایې

کشمالي ته په ماښام کې بلا خپله خوشبويې شي
د ګودر غاړه خالي شي تنها غم په اوښکو پایې

دا سړی ملامت ندی ستا دغم دیوال ته ناست دی
په واړه زړه لوی غمونه دم په دم په اوښکو پایې

د خمار شفق دې سترګو ته ورکړی دی ساقي بیا
دا وروستی مازیګری به ځلاند سم په اوښکو پایې