ګل رحمن رحماني

 نن دکال وروستۍ ورځ ده ، نن راته ډېرې دردونکې او لږ رنګينې شېبې مخکې ولاړې دي ، مخه ښه غواړي ، ځينې خاندې په سترګو او شونډو يې له ښکلا او اوښکو ډک تصويرونه ناڅې ، ځينې يې لکه بې کفنه او بې وارثه مړي دوخت په سپين کفن کې نغښتي او يوې نامعلومې هديرې ته ورتلو انتظار کوي .

 وړاندې دشنو غونډيو او شنو غرونو له شانه يوه نوې وږمه ايزه څپه را روانه ده ، زما په سترګو د درد  او مايوسۍ غبار خور دى ، سم ورته نه شم کتلى ، ډېر څه نه وينم ، ما اوس هغه ځواک له لاسه ورکړى و چې پخوا به مې دداسې منظرو په ليدو خپل زړه ته غلى ديو چا د راتلو زېرى ورکاوه .

  زما ډېر ارمانونه اوس له دغه شنو غرونو او غونډيو لاندې کمرونو ته ورته دي ، چې هېڅکله به هم ددغه خاورينې نړۍ دلمر ځلانده وړانګې ښکل نه کړي .

 زما ګوټې لړزېږي ، زه څنګه هغوى ته دمخې ښې لاس ورکړم ، مګر مجبور يم ، چې دخپلې ماضي يو څو پاڼې دتاريخ ذهن ته وسپارم . بيا هم نه پوهېږم ، شايد تاريخ هم رانه ستا په څېر کرکه ولري ، بد مې وګڼي او تا غوندې را باندې بې باوره شي .

 تاريخ دچا له زړه څه خبر دى ، هغه زما دزړه پټې هيلې دردونه او مجبوريتونه څه لوستي ، زما په زړه کې د دردونو پټې پاڼې دتاريخ په هېڅ څپرکي کې دځاېدو نه دي . ځاېدل يې څه ګټه لري .!

 زه ديوه داسې هېواد اوسېدونکى يم ، چې وګړي يې له راتلونکې زيات په تللې زمانې پورې تړلي ، دوى په تللو کلونو پسې اوښکې تويوې ، خو دنوو ورځو  او راتلونکې لپاره يې پام هم نه وي . دوى اوس نورو ته دسوال لاسونه  نيسې ، خو خپل تېر پرتم په وياړ يادوي او ځانونو ته دنړۍ تر ټولو ستر اتلان او بې سياله وګړي ګني . دوى دهمداسې شېبو په مهال لاسونه هوا ته په غرور اوچت کړي ، را وڅرخېږي ، لکه ټوله نړۍ يې چې فتحه کړې وي .

 دوى خپل هېواد ته د يرغلګرو او دنړۍ دسترو امپراتوريو  هديره وايي ، خو خبر نه دي ، چې خپله هم په دې هديرو کې ژوند کړي او استوګنځي يې دوروستو  قبرونو له پاسه له هډوکو اباد کړي دي .

 اې دکال نوې ورځې ! راشه ، مګر له مانه هغه تمه مه لره ، لکه دنورې نړۍ له وګړو يې چې لرې ، زما دتېر کال له هرې شېبې داوښکو او وينو بوى راځي ، ما تېر کال خپل ډېر ملګري له لاسه ورکړي ، هغوى نيمايي په هديرو کې دي ، خو دبدن ډېرې ټوټې به يې لاهم دهمدې ځمکې له پاسه دژونديو له سترګو چېرته لرې پرتې وي ، ته يې پردې وکړه ، يو شين شال پرې وغوړوه ، چې څوک يې ونه ګوري .

  راشه ! زه درنه دباران او ځولۍ ځولۍ ګلونو تمه نه لرم ، دشعر او سندرې الهام درنه نه غواړم ، دچا په زلفو کې دګلونو اېښودلو وړتيا او جرئت هم په ځان کې نه وينم ، خو ته يوازې دومره وکړه ، چې زما ددې ټپي او نيم ژواندي هېواد وګړي دنن له خوبونو او عشق واړوه ، نور يې په زړه کې يوازې له سبا سره لېونۍ مينه را زرغونه کړه .

دکب ٣٠ د ١٣٩١ وروستۍ ورځ