هارون حکیمی

Haroon Hakimi

ستا د زندان تصویر زه ښه وینمه

پښې دي تقدیر په زولنو تړلي

لاس په نکریزو د سرسخته فرهنګ

ژبه دي ټکی تر پښتو نه اوړي

د سترګو هر نظر حیا ګرځوې

خو زړه دي لیري له دې ټولو پولو

پر یو عجیب ارمان دی ځان تړلی!

ستا د زندان تصویر زه ښه وینمه

ته چي سا اخلې هم یو نوم یادوې

د هرې سا په کښلو درد تېروې

د لیري والي داغ دي زړه اوبوي

له پستو شونډو دي موسکا تللې ده

په خوب او ویښه دي هېر کړی دی ځان

خو تر ارمانه رسېدلای نه سې..

ستا د زندان تصویر زه ښه وینمه

زه مي له خپله حاله تا حسوم

ماته هم دومره موانع ولاړ دي

زه هم د ټولو بوج ستومانه وړمه

ماته حیا د ارمانو قاتله

ماته حیا د ارمانو هدیره

یواځي دا لیکي ددې هدیرې

د قبرو شناختي دي چي باد یې وهي

(هلک مین سي وطن پرېږدي

نجلۍ مینه سي مخ پټ کړي وژاړینه)

۱۳۹۲حمل ۱۲مه چانډیګړ- هندوستان

هارون