shpeli ما په شپیلۍ کښې درته اوښکې مرغلری کړلې

خیال مې دمینې نري غږ کښې بختورې کړلې

له کلي لاړم شنې غونډي ته ما کتل تا ته ډیر

غږ دښبیلۍ نه شم کربان ته مې مینه کړلې

څومره په خوند دزړه له مینې غږوله شپیلۍ

ان له سهاره کله ما کله شپییلۍ ژړلې

دکلي خلک راته ونه وایې ولی ،ولی ؟

دشپیلۍ غږ کښې درلیږم تاته خوږي خبرې

سبا مې نیت ده درنه ځمه دهلبند په مخه

ملا آذان کښې در ډالۍ کړم دشپیلۍ سندرې

یوازې تا ته غږوم مینه مې تا ته کړي غږ

ترڅو شپیلۍدسرحد وایې ته یې ښکلی ښکلی

مسکو ۳- ۴ – ۲۰۱۳

Door Guest