ډاکتر حسن
zabihullah hasan
زړګیه ستا پکې درزا څه ضروري خونه ده
دیار محفل دی واویلا څه ضروري خونه ده

لکه اوبه ځینې ویښ ساتي خوبولی احساس
چې دهردرد وکړم دوا څه ضروري خونه ده

ولې مې لاس په سینه کيښودګبڼۍ واخیستم‍‍
راباندې څه وایې اشنا څه ضروري خونه ده

دژوند په لار ځوپه رڼا يې ستا خنداخوشته دی
پر شونډو نشته که زما څه ضروري خونه ده

پرېږده چې هرڅه هرڅه وايي زمونږپرې څه جانانه
چې چوپه خوله کیني دنیاڅه ضروري خونه ده

چې انګازه دې کړي فریاددلوړقامتوغوندې
له ټیټوهم داتمنا څه ضروري خونه ده

کله ناکله يې څوچنده شي بیا بیه ورسته
چې هرخیرات دې وي وړیاڅه ضروري خونه ده

له زمانې سره (حسنه) ستا دمخ بدلول
هر شیبه لکه هوا څه ضروري خونه ده

ډاکتر حسن