اوښکې ژاړي،ځمکه ژاړی فراه ژاړی

هغوي نه ژاړي فرا ته غضب غواړي

له فراه څخه وینی لاړې اوښکی لاړې

ادیره چی هلته نه وه هغه ژاړي

دادچادحکم غږ و اور یې بل کړ

سوځوي هم کاڼي بوټي دود یې ژاړي

تفکر دعقلیانیت مې مشوش دی

وینی ژاړی وجود ژاړی وجدان ژاړی

دا دکوم عمل ناتار و تور وحشت و

تیګې ژاړی،موجود ژاړی ،ساکن ژاړی

که حیوان یو بل غاپی وژل نه کړي

خو انسان له شرمه ژاړی حیوان ژاړی

مسکو ۵ – ۴ – ۲۰۱۳

Door Guest