توریې خال حجرالاسوددی

خلګوماته دعاوکړئ یوارمان لرم په زړه کې

نورڅوک نه پکې ځایږي یوجانان لرم په زړه کې

دفاني دنیا شتمن په سیم اوزر باندې نازیږي

شکرزه خوله داټول جهانه ګران لرم په زړه کې

دوی لګیا دي ټولوي یې په مردارو نه مړیږي

زه دګران سپېڅلې مینه لکه قران لرم په زړه کې

دادوې ورځې مې جانان لیدلی نه دی زړه مې چوي

یوتصویر یې دخوږوسترګو روښان لرم  په زړه کې

داسې بد یې اموخته کړم چې یې ونه وینم مرمه

څوچې مخ راښکاروي زه لوی توفان لرم په زړه کې

دیارمخ لکه دخدای کورتوریې خال حجرالاسود دی

په سجدوسجدو ورځم درد دهجران لرم په زړه کې

زما په اوښکو پسې مه ګرځئ همداسې دې بهیږي

بارانونه وروم یوګلستان لرم په زړه کې

ځینې ځینې میینان پاس په بدن لیکي دیارنوم

زه نومونه ددلبراوپاک سبحان لرم  په زړه کې

پروا نه کړي که په اوښکومې پردي خلګ باک نه وړي

بختوریم چې یوښکلی قدردان لرم په زړه کې

دا چې نوردخدای تعالی راباندې اوري او تازه یم

دبسمل غوندې محبوب اومومن  ځوان لرم په زړه کې

خلګوماته دعاوکړئ یوارمان لرم په زړه کې

نورڅوک نه پکې ځایږي یوجانان لرم په زړه کې

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/19918

Door Guest