غزل
zabihullah hasan
هسې دې ډارکړوخپلولی مې شوې
زړه مې وو خور راټولولی مې شوې

عشق دې کوچنی کړوکنه لوی ووراته
کاش چې په ژوند کې ځایولی مې شوې

را باندې بار بار مینه ځله سپارې
زړه مې که خپل وای هیره ولی مې شوې

په سوال مې تاته د تا وزن درښود
ځان ته په سترګو کې تللی مې شوې

کا‍ شکې چې ډکې له سرواوښکونه وای
چې په لیمو کې ګرځولی مې شوې

ما وې په لاس کې به شې پاڼې پاڼې
ستوری خونه وې رانیولی مې شوې

سترګوته نه راتلې مغروره اوښکې
کنه اشنا خوشحالولی مې شوې

زما په سترګوکې نظر شوې اشنا
کاش چې وای اوښکه چې څنډلی مې شوې

وې : ملا بانګ دې شورقیب (حسنه)
کنه تر ډیرو زنګولی مې شوې

ډاکتر حسن