صداقت غورځنګ

ستا انتظار کې مې له سترګو نه خوبونه تللې

غم د هجران کې د لیمو نه مې رودونه تللې

په خوله له ماسره یې په زړه خدایګو د چاسره یې

څه نا امیده مې له تا نه امیدونه تللې

په اخرت کې به زما لاس او ستا ګریوان وې اشنا

خیر که په دې دنیا مې تار تار ګریوانونه تللې

ناز په بې نیازو خلکو مکړه اې ناترسه یاره

ستا محبت کې مې د زړه وینې ډنډونه تللې

غورځنګه بیا په مزارونو ډیوې بلې شولې

د پتنګانو ورته هر خوانه سیلونه تللې

Door Guest