524702_504833009554702_372226804_n

دلته کور و یا ماڼۍ وه دملی ګټو ګاڼه وه

دلته لوی سیاست و مخکښې دلته لویه ښه تاڼه وه

دلته حکم چلیده ډیر درستیزوال پکښې راغونډ وو

دوطن ساتنه فرض وه ،له دې ځایه قومانده وه

زغروال پکښې راټول و فیصلی کیدې دغونډو

دلته قصر دباتورو ،شو ویجاړ مونږ ته تانه ده

د نا اهلو د ناپوهو او مزدورو حکم وشو

دوي ویجاړ کړ تمدن زمونږ د پیړیو دا ګیله ده

دا دخلکو ارزښتونه هر بڅرکی یې غنا ده

دا ماڼۍ ویجاړه پاتي دا دجنګ پاتي توشه ده

مسکو ۹- ۴ – ۲۰۱۳

انځور دزحل سرحد

Door Guest