سیف الرحمن شهاب

سیف الرحمن شهاب

څه سپین د غزل توري څه درمان  راباندي ګران دي

شاعــــــر شاعـــر سړی او یو جانان راباندي ګـــــــــران دي

څـــــــو لپي مرغـلــــــري څـــــــو د غــاړي مــــــــرجانونه

ســـینګار ســـینګار ځواني او هم پېزوان راباندي ګران دي

څـــــــــو ویښـــي ترانې څـــــو د زخمــي زړونو ســـندري

اواز د یــکه زار او یا قــــــــربــان رابانــدي ګـــــــران دي

حـــــاکـم د تخیـــــــــــل او د مــات زړونـو پیــــــــــــونـدونه

دروېش دروېش جانان، انـد، او کـاروان راباندي ګـــران دي

 

پکتــــــیا،خوســــــت،پکتـــــــیکا کي د غیرت په تار پېیلي

شمــلې او شــملور ټـول په ایـــمان راباندي ګــــــــــــران دي

شـــــــــــهاب) څـــخـه په مــــینه کي څو تللي انځـــــورونه

څـــونــډی ځونــډی امېل، سپین زنخدان راباندي ګران دي

سیف الرحمن شهاب

کندهار پوهنتون