-زرلشت حفيظ بشريار

امرالدین سرحد

شین آسمان او شنه یې غرونه

له میوو یې ډک باغونه

دجرګو وطن همدا دی

په ښکلا یې مین زړونه

«»«»«»«»«»

که ترې لرې ناخوالۍ شي

او خړوب شی وچ ډاګونه

شاړې ځمکې دبزګرو

شنې میسې یې دغنمو

«»«»«»«»«»

تنکي بوټي یې درمل دي

کاڼي یې برښي دي لعلونه

غاز او تیلو یې نوم ایستلی

بهرنیو اور بل کړی

«»«»«»«»«»

دنړی جګړه پر مونږ ده

هم «کوکنار» راوړل مرګونه

چاته لوړ غرونه پکار دي

چاته یې خوند ورکړ کانونه

«»«»«»«»«»

ګاونډیان څټي هم شونډې

ځینی پورته کړل ګردونه

تږي لاړل غم ځپلي

مات هډونه یې هم سرونه

«»«»«»«»«»

پوه شی هسی به ونشی

چی پردي کاندی فکرونه

دلته خاوره ،خلک نور دي

دلته ډیر شول اوس زخمونه

«»«»«»«»«»

جګړه هلته به شی خلاصه

چی راجو ړ« پنځه سرونه »

یو یې فکر یو عمل شی

سولی خواته یې مخونه

«»«»«»«»«»

دغه کډ کور د افغان د ی

نړیدلي یې دیوالونه

راشۍ خپله یې را جوړ کړو

پردي نه خوري زمونږ غمونه

«»«»«»«»«»

راشۍ کینو دې جرګه کښې

ورکړو لاس پیل کړو کارونه

ژوندي لږ شول مړه ډیریږي

سره یو شو افغانیت ورکړو لاسونه

دمی لمړۍ نيټه د۲۰۱۳ میلادی کال مسکو

Door Guest