Smeuddin Afghani

سمیع الدین افغاني

څـــه عجیبه ساعت تیري ده

بــــز کـــشي ده بــــزکشي ده

د حــــلال پــــه دایــــره کــــې

په همدی حساس موقعه کې

پروت و زګوړی طلا یي ده

بز کـــشي ده بـــــزکشــي ده

د حـــــلال د دایـــری نـــه

راټول شوی دی حلقی نه

ښی اوچپ ډلوسیالي ده

بـــز کــشي ده بزکشي ده

وحشی لـــوبه ده چـــالانه

کشمکش له هری خوانه

چې دخان په اس څوک ځغلی

د همـــغو کامیابـــي ده

بز کشي ده بزکشي ده

ای ددی لـوبی حـــامیانو

تـــنو مـــندو بـــزکشانــو

د وزی پـــه جـګیدو مـــو

کړه قبوله خود کشي ده

بز کشي ده بـــزکشي ده

بز کشی ځـــانلــه هنر دی

هرڅوک کله تری خبر دی

اوریـــدلې بـــه چـــــا نوی

د چهـــل دزدو فکاهي ده

بــز کشـــي ده بزکشي ده

خلک حـــیرانه او ابتر دی

د خپل ځـــانه بی خبر دی

که څوک لږ پکی دخیل شی

بیا نو سمـــدم بـــی ابي ده

بـــز کشي ده بـــزکشي ده

دا چې سیل یی بی پیسو دی

چانس د ځوان او د زړو دی

که جا هل پکې کامیاب شو

بیـــانو جـــوړه خـــرابــي ده

بـــز کشي ده بـــزکــشي ده

اوس خو خلک دی خوشاله

د بـــزکــشـــو د کـــمـــالـــه

چې سبا ته بـــه څـــه کیږی

نا معلومه شـــان بازي ده

بز کـــشي ده بـــزکشي ده

دا یو نیـــم پـــکې مـــکاردی

خدای وهلی بی روزګـــاردی

وی چې ځان پکی شریک کړه

د وزلـــوبی سات تـــیري ده

بـــز کـــشي ده بـــزکشي ده

یـــوه ډلـــــه ده کــــــاذبـــه

کور اوکلـــی کـــی فاسده

که هغه چرته چانس راوړی

بیانو جـــوړه ګـــډوډي ده

بـــز کشی ده بـــزکشی ده

عــجیبـــه چــاپ انـــدازان دی

څوک قوی څوک ضعیفان دی

څوک جـاسوس د بل د ټیم دی

وایـــی دا دیــمـــو کــراسي ده

بـــز کشي ده بـــزکشي ده

بزکشی زموږ کلتور دی

ګرزیـــدلی مو غرور دی

شی که خلا صه داسیالي نن

سبا بــیا همدا خواري ده

بـــز کشي ده بــزکشي ده

خدای که ښه بـــزکش کامیاب کړی

چې سیل بین ټول پری حساب کړی

چــې کـــه ښه بـــزکش کــامیاب شو

بـــیا د ټـــولو خـــوشالي ده

بز کـــشي ده بـــزکــشي ده

دا وزه د هـــــغـــه مـــال دی

چې مغرورپه خپل کمال دی

لوی بـــادار ورتـــه ساتـــلی

ښکلی کپ رنګ طلاي ده

بـــز کــشي ده بـــزکشي ده

*********

سمیع الدین افغاني

Door Guest