1098465_427915053992414_454460855_n

 دا وطن په وینو سور د ازادۍ دی

له انګریزو یې نیولی په سختۍ دی

هلته تویې شوي سرې وینې دافغان

چې انګریز یې لا نیولی له مرۍ دی

دا تاریخ به کله هیر شی زمونږ دخلکو

چې افغان پیدا ازاد ،ځوي دزمرۍ دی

دامان دتوری شرنګ په غوږ کښې شرنګ کړي

ددې خاورې ددښمن سر بې پګړۍ دی

ازادۍ ته مې سلام غازیان دې جوړ وي

که څه هم غازی په کور کښې بی شړۍ دی

مونږ ازاد یوو ،ازادي مو مبارک شه

سرحد ازاد ،فکر یې ازاد داسی سړۍ دی

مسکو ۱۷ – ۸ – ۲۰۱۳

Door Guest