Smeuddin Afghani

سمیع الدین افغاني

دغــه خــوب دلـــیدو نه دی

نه خوبونــــه دلــــیــــدو دي

داحــــالت دلــــیـــدو نه دی

نه وخــــتونه دلــــیــدو دي

څه تیارې دي خــپری شوي

سمــــه اوغر یې دی نــیولی

دې وحشي وحشي شیبوکې

دا فــــرصت دلیــــدو نه دی

نه وخــــتونه دلیــدو نه دي

ددې شـــنه اسمان تر څنګه

دا زخـــمي زخمي وختونه

مرګ او ژوبــله ، بیوسي ده

دا دهشــــت دلیــــدو نه دی

نه وخــــتــونــه د لــــیدو دي

پرهارونه مـــرګ او ژوبله

دبــــیرحــــمو قـــا تــــلا نو

د ظــــالــمــــو جــــابــــرانـــو

دا وحـــشت د لیدو نه دی

نه وخــــتونــــه د لیــدو دي

حالتــــونــــه تـــوفـــاني دي

اوس وختونه تــــوفاني دي

ای د وخــت سالار تــربوره

ستا خصلت دلیــدو نـه دی

نـه وخــــتونــه دلــــیدو دي

نن دخــــدای د بنــــده ګــانو

ډیر بې حــــده سپـکه کیږي

څوک پرزیږي څوک زړیږي

دا قــــیامت دلــــیدو نه دی

نــــه وخــــتونــــه دلیدو دي

ای ددې زمــــان انــــسانــــه

ســــره یو شه یــــو همت شه

یوه چــــیغه د غــــیرت شـــه

نــــور غفلت دلیـــدو نه دی

نــــه وخــــتونــه دلیدو دي

تــــر دې غــــلو او ګـــیدړانو

داوحــــشي ، ســــړي خورانو

ترینه خلاص مظلوم انسان کړه

دا ذلــــت دلــــیــــدو نــــه دی

نــــه وخــــتونــــه د لیــــدو دي

———————————–

سمیع الدین افغاني

Door Guest