امرالدین سرحد: «حافظ»

قلم مې نن په ویر کې ناست دی**

نه دی لیکل کړي نه یې زړه خبرې کړینه**

دخواشینی خبریې واورید ****************

په اوښکو راغی هم سلګئ دغم وهینه********

ستوري اسمان کې هم ویرجن دي**

دپوخ شاعر ،استاد «حافظ» ستوری نن ځینه**

کلی ، حجره ، ژاړي په د پسې**

څراغ مو مړ شو دا به څوک ولږوینه**

الله دې وبښه «حافظه»**

له تا نه پاتې شوه ګاڼه دهنر مینه **

په زړه صادق ، په ایمان کلک وې **

خدای دې جنت دروازی خلاصی په مخ وینه *************

پښتونوالئ درپسې اوښکې تویونه *************

سرحد غمجن دی غم یې ډیر شو **

دی یادوي مرستې دتا دشعر درسونه***

مسکو ۱۴- ۱۱- ۲۰۱۳

Door Guest