image paktika

لیکوال: امرالدین ګارګر سلطاني

د پکتیکا ولایت په مرکز شرنه کي موجوده هډه د ایتلافي ځواکونو چي په ټول هیواد کي د لوۍ والي او سمبالشت په کچه يي (۳)دریم څاي لارّه څه موده مخکي د ایساف او ناټو لخوا د يولړ مراسیمو په ترڅ کي رسماً افغان ځواکونو ته وسپارل شو

او پکي په ګڼ شمیر وسلي خوراکي مواد او د خاریجي ځواکونو د اړتیاوړ ډول ډول سامانونه هم وو د خاریجي ځواکونو له وتو څخه څو ورځي وروسته د پکتیکا د امنیی قومندان (دولت خان ځدران) والي محب الله صمم او ګڼو نورو اختلاص ګرو لخوا په هډه کي پراته سامانونه چور شوي او په رڼا ورځ په بازار کي د یو کانټینر بیعه سل زره پاکستاني کلداري ټاکل شوي وي وي

د دي هډي تر دولسوه(۱۲۰۰) څخه زیات بند کانټینرونه پاکستان هیواد ته د دوۍ او ملګرو لخوا يي په پټه استول شوي چي ډیرۍ لدغو يي د انګور اډي له لاري پاکستان ته اوشتي او پاتي نور يي د د مڼګړیتۍ،مڼي کنډآو او لواړه له لاري میرانشاه ته اوشتی

باید ووایو چي څه نور هغه يي د پکتیکا په مرکز شرنه کي خرڅلاؤ ته وړاندي شوي

دا چي دومره په لوړه کچه خبر څنګه ګونګ پاتي شوي دي ته باید رسني جواب و وايي

لمړۍ دلیل دا دي چي هلته د رسنیو مسلکي کسان هیڅ نشته او کوم هغه چي دي لا دحکومت څخه ډاریژي او یا د څه اندازه پیسو په بدل کي چوپ پاتي دي

داچي خاریجیان په افغانستان کي موجودیت هم لري او د دوۍ ځیني هډي چور کیږي

له وتو سره يي ممکن هیڅ هم پاتي نشي

باید زیاته کړم چي خاریجي هیوادونه په داسي حال کي ممکن نور نو مونږ یوزي پریژدي ځکه د دوۍ په شتون کي سامانونه چور کیژي او د دوي دولس کلن زحامت په اوبو لاهو شو خو نور فکر کوم په راتلونکي کي افغانستان ته شا کړي،

Door Guest