jamal

د نن څخه کابو ۱۷ کاله  د مخه په (۱۹۹۶) عیسوي کال کې د چیچین (چچینیا) لمړی ولسمشر   جو هر دودایف، چې د پخوانې شوروي اتحاد یو هوایي افسر  وو، د روسي د استخباراتو له خوا هغه مهال ووژل شو، کوم وخت چې  دودایف د ګرزنده ( مبایل) تیلیفو ن دلاری د خپل ملګري سره خبري کولي.  هغه وخت رو سا نو د دودایف د تیلیفون سیګنال پیدا کړ او د سیګنال دلاري څخه یې د هغه ځائ ما لوم او بیا یې په  دودایف د هوایي را کیټو نو بر ید وکړ او مړ یي کړ.

دا پیښه ۱۷ کا له پخوا شوي. خواوس  تخنیک د پخوا په پر تله ډیر پر مخ تللی. همد اوس په ډیرو اروپا یې هیو ادو نو کې که چیر ته پو لیسو، اطفا یې او یا امبو لانس ته د مر ستي غو ښتلو لپاره تیلیفون وکړی او خپله پته نه وي درته مالومه، نو بیا هغوئ پخپله د تیلیفون د سیګنال دلاري په هم هغه سا عت ستا سو ځائ پیدا  کوي او ځان در رسوي.

خو اوس پو ښتنه داده،چې د طالبانو ویا ند د رسنیو  او یا د وحید مژده په شان کسا نو سره په سا عتونو تیلیفونی خبري کوي، نو بیا ولې امر یکا یان او د هغوئ ملګری د طا لبا نو ویا ند او یا د هغوئ مشران، چې په  سا عتونو تیلیفو نې خبري کوی نه شی پیدا کولی؟؟؟؟؟؟؟؟  او که نه غواړي،چې پیدا یې کړي؟؟؟ د طا لبا نو له ویا ند سره وحید مژده خبري یو سیا سي او استخباراتي لو به ده، تر څو د افغا نانو پام بلي خواته واړوي.

جمال کټوازی

Door Guest