د سمیع الدین افغاني لیکنه

محترمو لوستونکو !

Smeuddin Afghaniکه څه هم د څو لسیزو کورنیو جګړو کورني معامله ګرو او د پردو هیوادونو د غیر مستقیم اوښکاره لاس وهنو په نتیجه کې زمونږ هیواد د نویو اومعاصرو ا سلحو د آزمایښتونو مرکز وګرزاوه او زموږ هیواد وال یې د مرګ ژوبــــلې او بدبختیو کندې ته ګذار او ډېر نور یې بیا د خپلو کلو بانډو او پلرني مینو څخه اجباري مهاجرتونو ته اړباستل ،خوبیا کله چې په وطن کې ددیموکراسۍ نارې سورې پورته شوې اوخلکو ته دبیا رغونې شعارونه او وعدې ورکړل شوې ، افغانان هم څنګه چـــې اوږدو کورنيو جګړو څخه ستړی شوی وه ، اکثرو یې د سولې سیاست ته غاړه کیښوده او د امید په ستر ګو یې ورته وکتل ٠

داسې تمه پیدا شوه چې ګـــوندې دافغانستان په خــــلکو سپین ګیرو ،کونډو او یتیمانو به نور رحم وشی او د افغان ولس دی تراژیدیو ته به د پـــای ټکی کیښودل شی او ولسونو ته به دحد اقل ژوند د آسانتیاو په مقصد وطني ، انساني او اسلامي ګامونه پورته شي٠

که څه هم داوږدوجګړو اوکورنۍ تربګنیودختمیدو لپار ه د بـن د کـنفرانس نــــه وروسته لمړی یـو دوه کلونو کـی د ځینو بنیادی اواساسی ارزښــتونو لپار څه نیمګړې ولی ضروری ګامونه اوچت شول ، وطن کې د کورنی ورور وژنې د ختمیدو او دټوپک په ځای د قلم او سیاسی مبارزی لپار ه وعدې وشوې ،د سولې ، ورورګلوی ، وطن ته دخدمت او اسلامیت شعارونه ورکړل شول خوله بده مرغه

ټوپکمارو ددې شعارونو اوفرصتونو څخه ناوړه ګټې پورته کړه او خپلوناوړو موخو ته ورسیدل ۰ دوی نه تنها د دې پالیسیو نه په استفاده ځانله بلکې خپلو اولادونو، لمسیان او عزیزانوته بلند منزل او شیشه یي قصرونه اباد او په میلننو ډالر یې د هواد په دننه او بهرنیو هیوادونو په بانکو کې ذخیره کړل٠

دوهم اساسي او بنیادي ټکی په وطن کې د اساسي قانون نافذیدل هم د هغه بنیادی کارونوله جملی څخه وه چې هرهیواد ددی قوانینو پربناخپل ورځني ژوند دیواجتماعي نظــــم په مقصد د دولت او اتباعــــو حقوق، مسولــــیتونه او وجــــایب تعینوي او دهیــــواد هر وګړي موظفوي چې هغه مراعت کړي تر څو هر څوک ددی بنـــیادي قوانینوپــــر بنیادپه اطمینان سره خپل ورځني ژوند ته ادامه ورکړي او دنورو دتیري څخه په امان کې وي ٠

دا چې دا قوانین څنګه زموږ په خلکو عملي شول ،چــــا دې قوانینو ته درناوی وکړ او څوک دی چې همدا اوس یې هم دخپل ټوپک دقانون په زور په بیوزلو او غمزپلوخلکو څه وکړل ، څه کوی او څه کول غواړي؟ زه فکر کوم چې زموږ هیوادوالوته پــــدې برخه کې پوره او کافي معلومات شته او د ژوندیو بیلګو شاهدان دي ، لازمه نه ګڼم د هیوادوالوپـــه زخمونو مالګې وشیندم خو صرف دومره ویل غواړم چې زموږ هیواد وال باید خپل دوستان او دښمنان وپیژني، څوک دی چې د وطن تاریخ ته په سپکه ګوري او زموږ تاریخي افتخارات لــــوټوي ، زمــــوږ ژبی ملیـــتونه او قومونو او افغاني قوانینو ته په سپکه ګوري ،په وطن کې د پردو په لمسه قومي،ژبنی او سیاسي اختلافونو ته لمن وهي اوغواړي چې دافغانانو په مشترک کور کې، کورکي جوړ او د فدرالیزم پر بهانه په ډیر سپین سترګی او مهارت زموږ په وطن کې د بې اتفاقۍ او تجزیې اساس کیږدي اوهمدارنګه څوک دي چې دوطن ، خاوری او ارضي تمامیت ته په درنه سترګه ګوري ؟

دریمه مسله کوم چې پدی جریان کــــې باید ورته پاملرنه شــوې واي هغه په وطــن کې د مقننه ، قضایه او اجرایه قوو د ایجادیدلو اقدامات وه او همدا رنګه په وطن کې د شفافه ټاکنو او د پارلمان د جوړیدلو مسله وه چې تر ډیره بریده یو اساس ورته ایجاد کړل شو ٠

خو اساسی مسله داده چې وطن ته دبادرد ه ،مبتکر، مستعد ،تــعلیم یافته او پاک نفسه کدرونو اړین ضروررت دی چې له بده مرغه پدی برخه کې کمه توجـه وشوه او کـار اهــل کار ته نه بلکه د مصلحتونو پر بنا کدرونه مینځ ته راغلل او اداری فساد خپل اوج ته ورسید او همدا وجه ده چې دخلکو او دولت تر مینځ ورځ تر ورځی واټن زیاد او خلک ورو ورو د دولت نه لریوالی اختیارکړ چې اوسنی امنیتی وضعه ددی خبری ژوندی بیلګه ده ٠

څلورمه اساسی خبره داوه چې په بین المللی کچه افغانستان تـــه د جهانیانو توجه راوګرځیده ، دونیاوال په افغانستان کې د القاعدی او فوند متالیزم دمینځه وړلو په بهانه ځانونه دی خاوری ته راورسول چې متاسفانه دوی یا دافغانستان پنځه زره کلن تاریخ دقیق نه وه مطالعه کړی اویا که کړی هم وه صحیح برداشت یې تری نه وه اخستی، همدا وجه وه چې د دومر ه ځانی او مالی تلفاتو تر څنګ پدی پوه نه شول چــې د مشکلاتو اصلی غوټه چرته ده څوک دی چې دا لوبه یی شروع کړی او ددی لوبی بنیادی مرکزونه چرته او فعلا د چا له خوا حمایه کیږی ؟

که چیری جهانیان په راس کې د امریـکی متحده ایالات دی پوښتنو لپــاره دقیقی او واقع بینانه ځواب ورنه کړی دا تراژیدی به ډیر کلونه نور هم دوام وکړی۰

موږ دا منو چې د امریکا متحده ایالات د یو ابــــر قدرت په صفت دا امکانات په لاس کی لری چې مسایل او اوضاع په دقیقه توګه تحلیل او ارزیابی کړی اویا به یی ارزیابی کړی وی ، خو زه صرف د لوستونکو او جهانیانو توجه یوی پوښتنی ته اړوم هـــغه دا چې د امریکا متحدایالا ت اضافه له دیرش کلو هغه اقتصادی مرستی چې د تروریزم او القاعدی د مینځه وړلـــو په مقصد د پاکستان سره کــــړی ، ایا ددی پوښتنی سره نه ده مواجه شوی چې دا مرستی نــــه چیری دڅـه لپار او په کوم مقصد استعمال شوی ؟،که څه هم جها نیان اوس اوس پدی پوه شوی چې په پاکستان کې د دوه مخی سیاستو تر څنګ دو قسمه موض عی ګیرۍ شتون لري چې هغه عبارت دی ٠

اول ؛ په پاکستان کی دملکی حکومتونو پالیسی چې په ظاهره کی نرمه اود عدم مداخلی پالیسی ،اما په باطن کی ډیر محیله او مداخله ګره او دوه مخیزه پالیسی ده چې همسایه ملکونه ، جهانیان حتی نن سبا خپله پاکستان پدی اورکې سوزیدلی او سوزیږی ٠

دوهم ؛ په پاکستان کی د پوځیانو پالیسی چې هغه مطلق د تروریزم ، القاعدی او نور تروریستی مراکزو د تــــربیه ،حمایــــه او د هغوی استعمال ددوی اصلــــی او اساسی ستراتـــژی تشکیلوی . د پاکستان اصلی پالیسی میکران د تــــروریستانو پــــه وجــــود کــې خپله حیاتی او اوږدمهاله ګټی خوندی کول غواړی٠

ځما په اند که څوک د تروریزم سره پــــه رښتیا مبارزه کول غواړی ښه به دا وی چې دهغی ریښی له مینځه ویوړل شی چې داریښی د پاکستان نظامیان او جهانی تروریزم دی چې ددوی دحمایی څخه برخورداره دی چې سیمه ، جهان او حتی خپله پاکستان یی هم دجدی ګواښ سره مخامخ کړی ،هغی ته باید توجه وګرځول شی نه دا چــــې د هغو ی د تقویی ا و حـمایی لپــاره نوری اقتصادی مرستی او ژمنی زیاتی شی ٠

نن دا تروریریزم د اسلام آباد په سل کیلو مټری کی قرار لری چې دا خپله لوی ګواښ دی په سیمه او جهان کی دسولی او امنیت د تامین لپاره ٠

پنځمه اساسی مسله دا وه چې دجهانیانــو له خوا افغانستان ته د بــــیا رغونی په مقصد په مختلفو برخو کی په ملیاردونو اقتصادی مرستی وشوی چې متاسفانه د بعضو دولتی مسو لونو، موسسو او انجو ګانو له خوا دا پیسی حیف میل او غیر مسولانه ، او روبنایی پــــلانونو پــه تطبیق څه نا څه مصرف اوددی پر ځای چه په وطن کی د بیا رغونی او د خلکو د سوکالی لـــپاره مثبت ،زیربنایی او اساسی ګامونه اخستل شوی وای له بده مرغه ددی امکاناتو او فرصت څخه لازمه ګټه پورته نشوه ٠

که په دقیقه توګه وکتل شی ددی کمکوسره سره ددی پرځای چې زموږ د خلکو د ژوند کچه لږ تر لږه لوړه شوی وای برعکس ولګه ،بیکاری او نا امنی خپل لوړ کچی تـــه رسیدلی اوخلک هره ورځ د نویوتراژیدیو شاهدان دی ٠

زموږ په هیوادکې د ابو سرشاره منابع اوپه کافی اندازه دبندونو دجوړولو امکانات شته چې ددی بندونو او کانالونو په جوړول سره په زرهاوو جریبه ځمکی خــــړوبیدلی شی ، په کافی اندازه د برق دتولید امکانات شته چې زموږ زیاتره هیواد والوته د شغل پیداکولو امکانات برابروی چې په ډیر تاسف سره باید ووایو چې دی ټکــــی ته کمه توجه شــــوی او په ډیرو ګذافو مصارفو د برق انرژی د همسایه هیوادو نه تمویلیږی چې زموږ دګران وطــــن د روښنـایی واک د پــــردو په لاس کی او هر وخت چې وغواړی موږ په تروږمی کې کینولای شی، ددی په ځای چې دننه په وطن دداخلی امکا ناتو د احیا لپاربا ید کارشوی وای بلکه په غیرو بنیادی کارونو مصروف یو٠

په همدی ترتیب زموږ په هیواد کې د تاریخ په اوږدوکې ډیر ښه فرصتونه برابر شوی چې باید په همغه خاصه موقه کی تری مثبته ګټه پورته شوی وای چې په خواشنۍ سره دا فرصتونه دلاسه تللی او ورسته بیا تاسف او پښیمانی کومه ګټه نده کړی٠

د پورتنیو واقعتونو پر بنا غواړم د هیواد والو توجه یوبل اساسی مسلی او فرصت ته راوګرځوم چې هغه په هیواد کې د نوی ضعیم د انتخابیدلو یا د جموری ریاست ته د ټولټاکنوپروثه ده ٠

زمامطلب ددی نوشتی څخه دا ندی چې د کوم مشخص کاندید د تبلیغاتی کمپاین لپاره کار وکړم ولی اساسی هدف دادی چې که وکولای شی افغانان په اتفاق او تفکر سره دخپل هیواد واګې او سرنوشت د داسې زعیم په لاس کې ورکړی چې په پوهه، متانت او قوی افغانی احساس سره دی ټولوبدبختویو او نیمګړتیاو ته د پای ټکی کیږدي او په قوی ارادی او عزم افغان ولس ددی غمزپلی حالت څخه پدی حساسو او تاریخي شرایطو کې د لوی اومهربان خدای په فضل او کرم نجات ورکړی ٠

د یو سر لوړی ، هوسا او خپلواک افغانستان په هیله٠

ومن الله توفیق

سمیع الدین افغاني

Door Guest