ننګرهار څانګه

د افغان ملي غورځنګ، ننګرهار څانګې غورځنګيانو نن د دوه نۍ په ورځ د جلالکوټ ښار په ميا اسلم پلازې کې غونډه وکړه، د معمول په څېر غونډه د قران کريم د څو مبارکو اياتونو په لوستلو سره پیل شوه.

له تلاوت څخه وروسته غونډه د ډاکټر زرعلي معروف په اغېزمنو خبرو سره پیل شوه او د چاپېريال ساتنې تر سرلیک لاندې یو ښکلی سکالو او موضوع يې وسپړله چې څو ارزښتمن ټکي يې په لاندې ډول دي.

چاپېريال 

جامد

مايع

غاز

د چاپېريال پېژندنه: ټول هغه څيزونه او شیان چې مونږ ورسره په مستقیم او يا نا مستقیم ډول په
تماس کې يو او يا ټول هغه شیان چې زمونږ څلورو خواوو ته پراته وي چاپېريال بلل کېږي.

په ټوليز ډول چاپېريال په دريو برخو وېشل شوی دی، جامد، مايع او غاز چاپېریال.

د چاپېريال ککړتیا: کله چې چاپېريال د انسانانو عادي ژوند کولو ته ګواښ او ستونزه پيدا کړي د چاپېريال ککړتیا بلل کېږي.

د چاپېریال پنځه ډوله ککړتیا شته: د هوا ککړتیا، د اوبو ککړتیا، د ځمکې د سر ککړتیا، د مضره موادو ککړتيا او پنځم د شور او زوږ ککړتيا.

پورته ياد شوې ټولې ککړتياوې د ژونديو جسمونو او په ځانګړي ډول د انسانانو د ژوند لپاره ډېر مضر تمامېږي.

د چاپېريال ککړتيا د مخنيوي لارې چارې : افغان ملي غورځنګ غړي چې پخوا يې په ننګرهار کې د ويښ افغان تر نامه لاندې د هيوادوالو چوپړ ته ملاوې تړلې وي او د چاپېريال ساتنې په برخه کې يې بېلابېل نوښتونه کړي ول دا ځل د افغان ملي غورځنګ سپېڅلې اراده هېوادوالو ته څرګنده کړي او د چاپېريال ساتنې لپاره لاندې کارونه ترسره کړي.

1- د ښار د واټونو او دولتي ټولګټو ځایونو د پاکوالي لپاره عمومي اشر وکړي.

2-  د ننګرهار پوهنتون اړونده ساحه يو ځل بيا د نيالګيو په کېنولو سره سمسوره کړي او د افغان ملي غورځنګ بڼ تر نامه لاندې د یوې شنې ساحې د ساتنې پر موخې يو نيالګی د يو زده کړيال ( محصل) په نوم ونوموي تر څو که د لومړيو ټولګيو څومره زده کړيالي ولرو هغومره نيالګي به مو روزلي وي.

3-  د کورنيو د سودا رانيولو لپاره ځانګړې پلاستيکي کڅوړې جوړې او دود کړو تر څو په ښار کې د زياتو پلاستيکي کڅوړو د لويدلو پوسيله زمونږ چاپیریال ککړ نشي، پلاستيک یو داسې مرکب دی چې عمر يې ډېر زيات او نه خوسا کيږي نو ځکه له ځان سره ډېر ميکروبونه رانغاړي او د چاپېريال د ککړتيا سبب ګرځي.

4- د ښار په لېسو او ښوونځيو کې هم د چاپېريال ساتنې پر موخې اغيزمن پروګرامونه زده کوونکو ته وړاندې کړي.

ورپسې د غورځنګ د ټولو غړيو له خوا په روانو چارو خبرې وشوې او په ځانګړي ډول د سلاکارې لويې جرګې او د امريکې د متحده ايالاتو سره د امنيتي تړون پر سر ژور بحثونه وشول، غونډه د دوعا په ويلو سره پای ته ورسېده.

Door Guest