nakhtar

بسمل

۲۶ـ۰۳ـ۲۰۱۴

اوس جشنونه نمانځل کیږي د ارګ منځ کې

له ولســـه نه شرمیږي د ارګ منځ کې

خدای زده څه ګفت ورته شوی دې سپېرو ته

څوک نسکور اوڅوک غځيږي د ارګ منځ کې

شمله ورجانانه ارګ ته چې ورنه شې

سرلوړي نشته ټول لویږي د ارګ منځ کې

خدایه زهر ورته شیدې دخپلې مورکړې

په پردۍ ژبه غږیږي د ارګ منځ کې

هغه څوک چې دي سر ټیټي خپل ملت ته

هغوی واړه راټولیږي د ارګ منځ کې

که خرېیلي که څېسن او که پمن دي

د اغیار پښو ته ورلویږي د ارګ منځ کې

ولس لت پت په سرو وینو دخدای پار دی

دوی سهار ماښام نڅیږي د ارګ منځ کې

دقانون جنازه هم وشوه په ارګ کې

هره پاڼه یې خښیږي د ارګ منځ کې

باغ وحش دی پکې هر ژوی مونده شي

لېونۍ سپۍ هم لنګیږي د ارګ منځ کې

هغه غټ فیل خو دارګ منځ کې مردارشو

لا ډډوزي یې جګیږي د ارګ منځ کې

دملا خوسکیان راغلي له پنجشېره

هم تسیږي هم ډکیږي د ارګ منځ کې

دکابل وزه چې والوته تخارکې

وزګوړي یې اوس بوغیږي د ارګ منځ کې

چې فرعون او نمرود تباه برباد شول

دوی لا څوک دي چې غورځیږي د ارګ منځ کې

هغـــــه ورځ هــم راروانـــه ده بســــــمله

چې به واړه محکومیږي د ارګ منځ کې

Door Guest