motmain
لیکوال: نظرمحمد مطمئن
د  روان کال ۲۰۱۴ د اکټوبر  اولسمه د جمعې ورځ وه له ملګرو سره هغه ځای ته روان شوم چې له ډیرې مودې راهيسې مې يې د لیدو هوس درلود. په اړه مې ډیر څه اوریدلي ؤ.
فکر کوم د ډاکټر اشرف غني حکومت تر اوسه نه دی خبر، هلته موږ بله پاچاهې ولیدله، چاریکار ته د ننوتلي دروازي  سره د ډاکټر عبدالله عبدالله لوی انځور ځوړند دی، لیکل شوې:
داکتر عبدالله عبدالله رئیس جمهور جمهوري اسلامي افغانستان
د همدې غټې لوحې په بل لور د انجنیر محمد خان او استاد محقق انځورونه ځوړند دي، لیکل شوې:
انجنیر محمد خان معاون اول رئیس جمهور.  استاد محقق معاون دوم رئیس جمهور
د خیرخانې له کوتل څخه چې واوښتلو يو شخصي زوړماډل لنډکروزر مو ولیدی چې کټ مټ يې دا ډول جوړ کړی ؤ لکه د امریکا د سي آی اې موټر ، هغه موټران چې په کابل کې وخت ناوخته پرې چاودنې کيږي، موږ ملګرو وویل چې ولي دغه ملکې خلکو ځان له خطر سره مخ کړی، په موټر کې ورسره میرمنې ناستې وي.  ۲۰۰ میتره لیرې سخته وه چې وپېژندل شي چې دا موټر به د ملکې خلکو وي، ډیری وخت دغه ډول ناپوهې د ځان وژنه وي.
يو بل سپين رنجر موټر ؤ، پرې لیکلي ؤ د میدان وردګ امنیه قومنداني، ددغه دولتې موټر د شا چوکۍ هم له میرمنو ډکه وه. معلومیدل چې په مېله يا کومې ميلمستا ته روان ؤ.
د جبل سراج سره د پنجشیر لورته تللي سړک ته وګرځيدو، کله چې پنجشیر هیواد ته نږدې شو، هلته د پولیسو يوه پوسته وه، هسې يې راوکتل، څه يې ونه ویل، لږ مخکې بله امنيتې پوسته وه، دا دواړه د اصلي  پوستې د ساتني په موخه نوي جوړې شوې وي، ځکه څه موده واړاندي  پنجشیر ته د ننوتلي دروازي اوپوستې سره ځانمرګي برید شوی ؤ چې ډیر امنيتې کسان پکې له منځه وړل شوې ؤ.
اصلي امنيتي پوستې ته راورسیدلو، پوښتنه يې وکړه، چیرته ځئ، ومو ویل پنجشیر ته، ويې ویل کوم ځای ته، زیارت امیر صاحب میري، زموږ ملګري وویل هو پنجشیر ته ځو وينو يې. موتر رایک طرف  کو بیايې که شمارا راجستر کنیم.
ویل کيږي پنجشیر ته هغه خلک راجسټر کيږي چې بهرنيان وي، او يا خو دوی پرې ډیر شکمن وي. زموږ يو ملګری چې انجنیر دی، دهغه نوم او اړوند معلومات يې راجسټر کړل، د تذکرې ، دفترې کارډ او موټر اسنادو پوښتنه کوي. کله چې پنجشیر درې ته د لومړۍ ننوتلي دروازي څخه لږ تیر شو، دلته بیا امنیتي کسان ولاړ دی، بيا پوښتنې ګرویږني، ویل يې چې باید راجسټر شئ. ومو ویل چه هغه دی (۱۰۰ متره لیري) يې موږ راجسټر کړو، ويې ویل چې ني، نمیشه. دا نو د امنیت خلک ؤ، بیا يې وروسته اجازه راکړه، بس نور زموږ سفر بې خونده شو.
کله چې د پنجشیر ولایت مرکز (بازارک) ته ننوتلو لږ مخکې بیا د امنیت خلک ولاړ ؤ. هغوئ زموږ موټر ودراوی.  برګ برګ يې کتل، لکه موږ چې د کوم بل هیواد څخه ددوی په اصطلاح ټروریسټان يو. یو نفر يې رامخکي شو، ويې ویل :
از کجا استي؟ ما ورته وویل  از افغانستان  هستیم. درد ورغی، ډیر په قهر شو، لکه چې دامنیت سړي ته درد ورغی، موږته هم همدومره درد راغلي ؤچې قوارې مو معلومې دي، رنګونه مو معلوم دي، که خبره د تلاشي وي خو ويې کړئ او که نه وي داچې د کوم ځای ياست او بیا دوه ځایه يې مخکې د راجسټر موضوع، که بهر هیواد ته سړي ځې هم دومره زیات راجسټر او پوښتنې نه کيږي.
هغه امنیت نفر وویل از کدام ولایت استي، ومې ویل از هلمند، کندهار ولوګر، بیا یې وویل چې کجا میري، زموږ يو ملګری چې بلد ؤ ورته يې وویل عمرز میریم (عمرز د مارشال فهیم کلی او سېمه ده). په دي يې هم بسنه ونه کړه ويې ویل خانه که میري؟ اوس نو موږ د چا کور ورته وښيو، ومو ویل چې برادره، که اجازه وي چې ولاړ شو، که نه د غم دي زموږ د پنجشیر لیدلو هوس شي. اخیر يې وویل چې برو شما از کندار (کندهار) استي، زیارت امیر صاحب میري.
نور بیا….‎
 
د پنجشیر هیواد مې ولیدی –  دوېمه برخه
لیکوال: نظرمحمد مطمئن
د احمد شاه مسعود قبر ته ورسیدلو، مخکې له دې چې سړی قبر ته ورشي، هلته څو دانې زاړه د روسانو د وخت ټانکونه چې خراب ؤ ولاړ  ؤ، څو دانې غټ د روسانو د وخت پاتې شوې خراب توپونه هم همدلته ولاړ ؤ، هغه خلک چې له بهر څخه راځي يا خو ددې شوق ولري چې له بې مرمیو او خرابو توپونو او ټانکونو سره انځورونه واخلي دلته ښه زمینه ورته برابره وه.
د مسعود قبر له پاره دده د کلي سره نږدې يوه تپه (غونډۍ ) انتخاب شوې، ددي تپې دواړه لوري په زړه پورې منظره لري. شمال لورته يې د احمدشاه مسعود مورنی کلی پروت  دی، چې د همدې  تپې څخه دلیدلو پرمهال دافغانستان نقشې ته ورته يوه ښکلي منظره لري. د قبر جنوب لورته پوخ غزیدلی سړک او ښکلي منظره چې د سیند اوبه پکې رواني دي لیدل کيږي. دهمدې تپې شرق او غرب لورته هم  لیږ ليري جګ غرونه او تپې دي، دهمداسي موقعیت په لرلو سره رښتيا هم دغه ځای د لیدلو ښایسته منظره لري.
داحمدشاه مسعود قبر ته لا نه ؤ ننوتلي چې يوه ډله نجوني راووتلي، د قبر شمال لورته چيرته چې موږ ولاړ ؤ عکسونه مو اخستل، دغه نجوني هم چې ډیرې موډرنې ښکاريدلي راغلي، دوی هم ډیر ژر عکس اخستل او ويډو اخستل پېل کړل، ويډو اخستل ځکه وایم موږ له نږدې نه دي ورته کتلي چې هغوئ ویډيو اخلي، خو داچې له کیمرې سره يې دوراني حرکت درلود، معلومیږي چې نجونو د مسعود د کلي او دقبر شاوخوا سېمې  ویډو اخستله.
زه داسي پوه شوم چې دغه نجوني چې یوه تنکی ځوان هلک ورسره ؤ ددې له پاره راغلي وې چې د قبر پر بهانه منظره وکړي، ددوی له حرکاتو، خنداګانو داسي معلومیدله.
د مسعود قبر همدلته خلکو ویل چې ډیر لاندی ښخ شوی، مګر د تپې په سر باندي يوه بې ډیزانه شپږ ضلعي ګنبده جوړه شوې، داچې موږ څلور ملګري انجنیران ؤ او ځينو ډیره تجربه درلودله، سره له دي چې د پنجشیر او ځینو نورو سېمو خلک احمد شاه مسعود ته دروناوی لري، او د مسعود نږدې ملګري د امريکايې یرغل له برکته بیخې زیات شتمن شول، نو دا نیوکه ملګرو کوله چې که رښتیا هم دغه اوسني شتمن د مسعود پخوانې نږدې دوستان که د مسعود خواخوږې په رښتیا وای او داچې وايې د مسعود لاره به تعقیبوي، نو بیا ولي دوی د خپلې شتمنۍ يوه کمه اندازه د مسعود په قبر نه ده مصرف کړي، په ټوله کې ولاړه ګنبد رقمه ډیزاین ډیر ښایسته نه ښکاري.
د مسعود قبر ته ورننوتلو، دغه ځای چې اوس د تپې په سر جوړ شوی، مګر اصل کې د احمدشاه مسعود جسد به ممکن تر همدې ځای ډیر ژور ايښودل شوی وي.  ماته يې شکل داسي معلوم شو لکه د افغانستان د پخوانیو پاچاهانو قبرونه چې جوړ شوې دي.
سرته ولاړه توره تیږه باندي لیکل شوي:
 به ۱۱ سنبله ۱۳۳۲   (د پيدایښت نیټه )
روح پاکش به امر خداوند  درکالبدی بر زمین هبوط بکرد
 تا مساله آموز زمینیان شود.
به ظهر ۱۸ سنبله ۱۳۸۰ 
جام شهادت نوشیدوبه سوی
 خداوندش عروج کرد
د قبر څلور سره لوري په تورو تیږو ښایسته کړل شوې، مګر د قبر پاسنۍ او اصلي برخه همداسي د خاورو پاتې شوې، چې اوس مهال يوډول خوښ کړل شوی نسبتا لواړ ریګ يې په همدې برخه کې شېندل شوې.
دلته څو کسان ناست ؤ، هغوئ یقینا د زړه له تله دعاوې کولي، دغه کسان درې يې د قبر قبلې لورته او يو تن د قبر پښو ته ناست ؤ، موږ پنځه ملګري دوه مخکې او درې بیا وروسته ورننوتلو، هلته مو د قبر د جوړښت عکسونه واخستل، د عکسونو اخستلو ممانعت نه ؤ.
اوس هم ساختمانې کارونه ډیر کرار روان ؤ معلومیدله چې د بودجې ستونزه وه، يوه ملګري داهم وویل چې کله ګل آغا شیرزی د مسعود قبر لیدلو ته ورغلی ؤ ۵ لکه ډالر يې ورکړي ؤ، مګر اوسنی حالت او د ساختماني کارونو نه بشپړتیا څخه ښکاریدله چې  مسعود نږدې لارویانو يې د خپلې شتمنۍ نیم فیصد برخه هم دده د قبر د رغنیزو چارو له پاره نه ده ورکړي.
د قبر د قبلې لور ته د میلمنو له پاره نبستاد موډرن ځایونو جوړولو ودانیز کار روان ؤ، مګر هغه ډبره چې په زینو او فرش کې کارول شوې وه، قیمتې نه وه. د سېلانیانو له پاره د جنوب لورته چې ښکلې منظره لرې د لرګې غرفې جوړې شوې وي چې لاهم تکمیل نه وي،که کورنۍ او يا بهرنې مهم مېلمانه ورشي، د اطاقونو ها خوا لویدیځ لورته چمنونه ، بېلابېل ګلان اوداسي پياده رو چې نسبتا ښه ؤ او لا هم بشپړ نه ؤ جوړ شوې ؤ.
دهمدې ساختمانې کارونو پای د احمدشاه مسعود د قبر لویدیځ لورته يوه وړوکی مسجد هم تر کار لاندي ؤ چې لايې هم کار بشپړ نه ؤ.
کله چې موږ بیرته د قبر څخه وتلو، بیا هم يوه ډله نورې ښځې چې يوه تنکي ځوان په موټر کې راوړلي، په داسي حال کې چې موږ د زینو څخه د کښته کیدو په حال کې ؤ، دغه ډله ښځې په زینو کې دقبر په لور ختلې، دوی پرواه ونه کړه او څو شیبې انتظار نه شوې چې مو کښته شو، بیا دوی وخیږي، او زينې هم ډیرې لیږ دي، که يوه دقیقه يا نیمه دقیقه يې انتظار کړی وای، نو موږ به لاندې کښته ولاړ وای. داسي هم نه وه چې له موږ وروسته بله ډله خلک وي.
معلومیده چې دغه نجونې هم د مېلې له پاره راوتلي وي، او ډیرې موډرنې جامې يې په تن وي.
زموږ سره ویره پيداشوه، که نجونې د مېلو له پاره قبرونو ته ځې، شرعا خو ناروا ده، بلکه د پاکستان په ډیرو سېمو کې زیارتونه او قبرونه د فحشاء په مرکزونو تبدیل شوي، چې مهم يې په سوات او لاهور کې یادولای شو.
بیا هم ښه ده چې پنجشیر له لارې چپ دی، او ددغې سېمې اوسیدونکې میرمنې په پرده کې لیدل کيدلي، يا خو يې چادرې درلودله او يا به يې حجاب کړی ؤ، نو دغه ویره  د سېمې اړوند سمه نه ده، ولي هغه بازاري نجونې چې د مېلې په پلمه هلته ځې او بیا د احمدشاه مسعود قبر ته ننوځې، فکر کوم چې د اوسنۍ ډیموکراسي په وخت کې هم ځینو اصیلو مسلمانو افغانانو ته د منلو وړ نه ده، بل داچې د احمد شاه مسعود پلویان تر نورو خلکو ځان ډیر مجاهدین  او  ښه مسلمان ګڼې، البته دا ددوی خبره ده، د افغانستان نور خلک يې نه ورسره مني، کله چې دوی د جهاد او ښه مسلمانۍ خبره کوي، بیا نو نه ښايې چې هغو نجونو ته اجازه ورکړي، چې سینګار يې کړی وي، موډ روز جامې يې په تن وي، چې اوس وخت کې  تنګ پطلونونه  او یا خو کوچیانې جامې ځینې پېغلي د مېلو پر مهال اغوندي پر تن وي، او د مېلي له پاره قبر ته ننوځي، نه پوهیږم چې دغه له اسلامه ناخبره نجونې به څه ډول دعا کوي، او بل داچې ددوئ د دعا دقبلیدو به څومره امکان وي؟ سمه ده چې الله ج د زړونو مالک دی، مګر کوم شی چې شرعیت نارواه کړی وي او جواز يې نه وي ورکړي، بیا دهغې اړوند باید موږ عمیق فکر وکړو، لکه ځینې کسان چې وايې پلانی سړی ژیره نه لري، مګر د خدای ولی دی، یا داچې پلانی سړی ځکه جومات ته نه راځي، پنځه وخته او یا سهار او ماخستن لمونځونه په حرمینو کې اداء کوي، دغه ډول ناسم افواهات د شرعیت خلاف دی. ددغه ډول نجونو چې ظاهرا يې جامه او تګ ډیر ناسم وي، بیحده زیاته خوشبو يې لګولي وي (چې د پردیو خلکو سره د تیریدو پرمهال د ښځې له پاره د خوشبو کارول اسلام نارواه کړي، قصدا، يو داچې عذر ولري، میرمن له کوره د خپلې مور کورته روانه وي، خو په کوڅه کې هلته خلک ولاړ وي، میرمنې عطر لګولي وي، دا پرواه نه لري، ولي په مېله ځایونو او يا دغه ډول قبرونو کې میرمنې پوهیږې چې تر میرمنو سړي ډیر وي، نه ښايې چې خوشبو او نازک کالي وکاروي). که همداسي دغه لړۍ دوام ولري، ممکن  دځینو ناپوه ځوانانو او ځينو ناپوه نجونو د ګناه لامل هم وګرځي.
د احمدشاه مسعود قبر ته ډیر خلک په دي ورځ موږ ونه لیدل، او موږ کافي وخت هلته پاتې شوو، ما هلته هم ملګرو ته وویل چې زه به لیکنه کوم، له همدې امله هم ډیر وګرځيدلو، يواځي هغه دوه ډلې نجونې وي چې راغلي، او څلورنفره د قبر سره نږدې ناست ؤ، يوه ډله ځوانان زموږ د رسیدو سره سم ووتل، کله چې موږ را روانیدلو، يو سړی او هلک هم په موټر کې راغلل.
داچې ډیر خلک نه ؤ علت به يې د لاري څخه چپ او پنجشیر درې ته د خلکو د تګ ستونزه وي، ځکه زموږ رنګه خلک چې پنجشیر ته ځي، سم دم لکه کوم بل هیواد ته چې سفر کوي، او په پنجشیر کې تعامل هم داسي ورسره کیږی لکه د کوم بهرني هیواد ناخوښ میلمه چې ورغلی وي.
 يواځي د نوروز او مسعود د مرګ په ورځو کې ډیر خلک ورځي، په عادي ورځو کې خلک ډیر نه ورځي، يواځي سیلانیان ورځي.
نور بیا…

 

Door Guest