لیکوال: محمدعیان عیان

دلیکلوکال یې : ۱۳۴۴

دپلا ریې لیکل نه ووزده ،خوځینې اسان کتابونه یې لوستلای شول . دسواد(زده کړې) سره یې ډيره زیاته علاقه درلودله. دهمده دزیاربرکت وچې زوي یې پوره باسواده(لوستی)اود یوې حکومتي چوکۍ خاوندشو.په ډیرومنډوترړویې زوي په یوه رسمي دفترکې دکاتب په حیث مقررکړ. که څه هم په خپله نیمه باسواده و،خوتل به یې پردۍ دهقانۍ کولې اوشپږ

اووه تنه کورنۍ یې دخپلومټوپه زورساتله .

څه ځوګه بوګه چې ورسره وه هغه یې دزوي په مقررۍ ولګوله اولږڅه پیسې نورې لا پسې قرضدار ی هم شو. په کاتب صیب باندې دده دمقررۍ پيسې پورې وې اودهرې میاشتې په اخیر کې به یې ویل چې که خیروي په دې میاشت کې به خپل پورخلا صوم. دی لا په دې سوچونوکې وچې پلار یې په لویه تبه پریوت . زاړه غښتلي بزګرتر ډیرې مودې ځان بیداربیدارکاوه ،خو دلویې تبې زلزلې دده دهډوکوبرجونه ولړزول اوپه کټ کې دبیهوشۍ حالت ته ورسیدو.زوي یې مجبورشودکلي ډاکترته چې پخوایې دخان دجومات امامت په غاړه ؤاودامامت نه مخکې یې دوکانداري کوله ،ورشي اودخپل ناروغه پلارد حال نه یې خبرکړي .

ډاکترچې خبرشواول خوخوشاله و،مګرچې دده نیستۍ ته یې وکتل نوپښه نیولی غوندې شو. ځکه چې : «دنوروبه دنورڅه سره فکروي ،خودوږي به دډوډۍ دټپاسره».

ده ته دافکرورولویده چې کاتب سره خوزمااجوره نه بودیږي اوکه دمیاشتې تراخیره ورته صبروکړم ،داهم ګران کاردی. ډاکترصیب دده له پورونونه ښه خبرؤ.

ډاکتر: درسره لاړبه شوخو…خویې وکړه اونوره خبره یې بنده کړه .

کاتب: یره ډاکترصیب ستاشوکرانه که هررقم وي دچانه به یې قرض واخلم،خوتابه بې څه نه پریدم.

شپې ورځې تیرې شوې ،خودبزګرناروغې ورپسې اوږده شوه. دملا هډوکویې پوستکي واړول اود ضرورت درفعه کولودپاره یې ورته کټ سوری کړ. دمخ هډوکي پوټکي یې یوشان شول اوپه پوزه کې یې دغڼوجالکي جوړشول . دکلي شاوخواخلک تپوس اوپوښتنې ته هم نه ورتلل. دهغوی سره دا ویره و رسره وه چې نه ویل کیږي دلویې تبې بوی واخلي اوناروغه شي. که کوم سړی به یې پوښتنې ته ورغی نوچې دبزګرکوټې ته به یې سرقدرې ورښکاره هم کړ،یومرداربوی اووږم به یې په سپیږمو ورننوت .

په کاتب باندې چې ځینوخلکوبه ورته دمیرزاصیب غږکاوه ، دومره پورواوښتوچې نوره یې دوعا کوله چې یا یې خدای پلا رروغ کړي اوکه نه رغیږي نو…. زړه یې تنګ شواود شپوشپوبې خوبیودده دمخ کرده هم بدله کړه .

هغه وخت چې دکلک بزګردژوندانه ونه دلویې تبې توپان له بیخه وایستله اودښخیدومراسم یې سرته ورسیدل نودزوي په زړه کې یې دژوندتروروستۍ سلګۍ پورې یوه بې جوړې خاطره پاتې شوه .دغه نه هیریدونکې خاطره یې داوه چې دپلا ردغسل دورکولوپه وخت کې ورنه ټول خپل خپلوان پټ شول. هیڅوک دې ته نه حاضریدل چې«مړی»ولمبوي.ځکه چې هغوی دمرض له بوی نه ځانونه ساتل .

کاتب که څه هم دپلا رپه خیرات،سخات،کفن اوناروغۍ کې ترسراوپښوپه قرضونوکې ډوب و،خو نوریې داوسپنې په بټۍ کې هم شپې ورځې تیرولی شوې .«له اووژرندونه ووت »اولکه«د یتیم غوندې په ډیروژړاګانوکې کلک شو».

میرزاصیب اوس دکاله سرپرست واوشپه اوورځ به په دې فکرکې وچې څنګه به ځان دنیستۍ اوغریبۍ له بلانه خلاص کړي .

دیوې میاشتې تنخابه یې بلې ته نه رسیدله اودقرضونوپیټی ورته له یوې ورځې نه بلې ته درنیدو.هغه پیسې چې ده د پلا ردمړینې په وخت کې له یوه ډیرغټ سودخورنه راوړې وې ، دده ملا یې چورلټه ماته کړې وه اوسودخورخان په هره میاشت کې ترې علا وه دپانګې ،له سودنه سودهم اخیستو. دخدای مهرباني وه دمیرزاصیب دکاتبۍ له دولس کلنې دورې نه وروسته یې سرکاتبي په نصیب شوه .

سرکاتب صیب لا هماغسې دقرضونوپه دریاب کې غوپه لاهوواودژوندانه له خوشالیواوسوکالیونه بې برخې ګرځیدو .

په سرکاتیبۍ کې هم دده په ژوندکې کوم بدلون رانغی ، خویره دکاتب نوم یې په سرکاتب بدل شو. سرکاتب صیب چې به دکوم لاروي سره مخامخ شونوسمدستي به یې ترې دنرخ اونوا پوښتنه کوله . د پوښتنې په مقابل کې چې به یې دده داوسیدو دځای دغلې دقیمت سره دیوډول دنرخ ځواب واوریدونو سربه یې وخوځاوه اووبه یې ویل : یره ددنیا سراوسوریوشان دی .هرچیرته یوحال دی اوټول خلک د قیمتۍ اوقحطۍ نه درپه دردي .

که څه هم دسرکاتب لا سونه اوپښې دقرضونوپه ځنځیر تړلې وې اودده دعمردلنډیدولامل و،خوبیاهم په دې به یې زړه ښه کاوه چې ځه خویواځې زه نه یم چې په دې مرض اخته یم . زه خولا دومره ښه یم چې دوه درې ټنګې معاش اخلم اویوڅه ساه موپې ساتلې ده .

لیکین زمونږ دنورکلي خلک چې دیوه سرنه بیسواده(انپړه ـ نالوستي)اودیوې شانزداپولۍ مزدوري ورته هم نه پیداکیږي، زماپه شان ورباندې دسختیواوقرضونوغرونه پراته دي . دلوغوبل په وخت ورته لږوډیر،کړپه کړوپه کاروي ،خوچې درمندونه واخیستل شي نوبیایې په کاله شپه نه تیریږي.ځي چیرې په خواریوغریبیوپسې ورک وي . دعیال دنفقې اود سودیانودپورونودپیسوګټلودپاره په نوروځایونوکې په درنو درنوپیټواوبوجوچلولودزړونوغوښې تویوي .

دتقدیرکارونوته ګوره چې سرکاتیب صیب سره بخت ملګرتیاوکړه اودسرکاتیبۍ ددورې په وروستي وخت کې ،یوکال دمني په سربارانونه شروع شول .دکلي ټولو خلکودللمي ځمکوپه کرلوپیل وکړ.ده هم هغه پټي چې دپلا ر دلاسونودتڼاکومحصول یې ؤ، وکرل . داکال تراخیره باراني واودسرکاتب ځمکې داسې حاصل وکړچې دپلا رپه ژوندیې هم نه ولیدلی .

دغلې ډیره برخه ورنه سودخوروددرمنده په سرپه ډیره ارزانه بیه واخیستله اوځانونه یې په ده باندې له خپلو قرضونونه بیغمه کړل . له دغه تالا ن نه په پاتې غنمویې اکثره پخواني قرضونه هم خلا ص کړه اودهغوپیسوله سر اوسودنه یې ولي سپک شول چې ده پې دللمې دځمکې دپاره تخمونه اخیستلي وو. اوږې یې دپخوانوپورونونه لږې سپکې شوې نواوس اوس یواځې دخپل کورغاړه غوټه او بندوبست ورپه غاړه و. سترګې یې وغړیدې اودشپې ترناوخته به یې خدای ته زارۍ اونفلونه کول . دا چې پلا ریې دپردیوپیسوپه کفن کې ښخ شوی واوایله اوس یې له پورنه خلا ص شو، ډیرډیرشوکرونه یې ایستل .

دپاک الله مهرباني وه له څوارلسوکالوسرکاتیبۍ اودولسو کالوکاتیبۍ نه وروسته داسې وخت هم راغی چې دمړه بزګر دزوي دلږلوړماموریت چوکۍ په برخه شوه .

مامورصیب اوس په یوه داسې څانګه کې مقررشوچې هلته دخارج مالونه راشي نوددې څانګې ټول ماموران اومدیران یې له نظرنه تیروي . دوی ورباندې امضأکوي اووروسته له هغې بازارته وړاندې کیږي . له سوداګرنه به لومړی ددې دفترمامورینوخپل جبونه ډک کړل بیا به نودتجارانووارراغی اود اخیستونکوله روپونه به یې صندوقونه کیمنډل .

دبزګرزوي چې تردې وخته بیلکل درشوت اخیستونه نا خبره واوهم یې په داسې دفترونو کې کار کړی وچې هلته نه درشوت شرایط برابروواونه یې نوم نشان و، دخپل ماموریت په دویمه ورځ ددفتر په ملګروپوه شو. په لومړي سرکې یې ورباندې ډیربدتاثیروکړاوتراندازې زیات بې حوصلې شو،خو چې دامتل ورپه یادشوچې : «بزبه پای خود وګوسفندبه پای خود»یعنې چې دهرچادعمل ګناه خپله ده (قصاب مړه وزه له خپلې پښې ځوړندوي اومړپسه له خپلې پښې )،نوزړه یې ښه شو.دځان سره یې وویل چې:« دهرچا قبرځانته ځانته دی».مامورصیب ته رشوت اخستل،غلاکول، زنا،قتل،سوداوځینې نورنارواکارونه یورنګ ښکاریدل .

دی لاهغه وخت درشوت په ضررپوه شوی وچې دیوه ریالیست لیکوال د اثارواوداستانونوسره اشنا شوی ؤ. لیکوال دژوند واقعیت لکه څنګه چې وهماغه رنګ په خپلواثاروکې ځای کړی و. هغه دټولو هغو شیانوچې دټولنې په ګټه وو ستاینه کړې وه اوواقعیت په کې ترسیم شوی و،خو دجامعې ضررناک چینجي اوطفیلي یې غندلي وو. مامورهره ورځ دنورومامورینواومدیرانووضعیت ته په ځیرځیرکتل او ددوی دلوټونوقودې چې درشوت په ډول به یې اخیستلې ترنظرتیر یدې . دوه درې ورځې وروسته د دفترمامورینودده برخه هم وکړه اویوه ګیډۍ لوټونه یې وروړاندې کړل ، خودبزګرزوي «صادق مامور»په دې بیلمازه اوبوځان ناولی نه کړ.

دوه هفتې لا نورې هم تیرې شوې ،خومامورله خپل عزم نه وانه وښت اوددې څانګې مامورین ټول ورته حیران شول چې داڅنګه سړی دی ؟ دالا راته څه بلا پیداشوه ؟

دمامورینوترمینځ رازشریک واوهرچاته به یې دخپلې رتبې په اندازه برخه ورکوله . په صادق ماموریې ډیروس او خواري وکړه ،خوموفق نه شول چې هغه دې نارواپيسوته لاس اوږدکړي. ده ویل چې:«پیسې دلاسونوخیری دی نن به وي اوسبابه نه وي ولې سپیڅلی وجدان دااجازه نه راکوي چې…» .

ټولوپه ګډه سره ددې کاردبندوبست دپاره ملا وتړله . دوی ارزودرلوده چې کله اوپه څه چل به دا جاکړوهلې مرغۍ د بدبختۍ په دام کې راګیره کړي .

دماموریت دوظیفې دمقرریدوپه شپاړسمه ورځ ،مامور صیب له یونیم ساعت مزل نه ستړې وړې چې په ګونجې تندي یې له کمزورۍ نه خولې ډنډوې،دفترته راننوت .

دپپخې(قره قلي)ویښتان یې رژیدلي وواویودازادوپيڅو سولیدلی پتلون چې دځنګانه سترګې ته نژدې یې دوه درې ځایه پیوندي ټوټې اچولې وې،اغوستلی و.

دسورنګې زړې کورتۍ چې په زاړه موډیې جیبونه په پاسنۍ خوا ګنډل شوي وو،کوزنۍ تڼۍ ورڅخه رایله شوې وه اوپه یوه تارپورې ځنګیدله . دسپین کمیس چپه ګردن(دکمیس غاړه یې) ددوبي خولوښه پوره خیرن کړی و. دمخ هډوکي یې نیغ نیغ راوتلي وواوپوستکی یې ګونجې شوی و. دخولې مخکیني غاښونه یې په نصواروتک زیړوو . دسرڅڼې یې او دمخ نیغوهډوکوته نژدې خواوې یې سپینوویښتانو پټې کړې وې.په غوږونوکې یې له ډیر نري والي څخه رڼا ښکاره کیدله.ډیرعمرورباندې نه وتیرشوی ،خودژوندسختوتاړاکونو ورله سراوږیره دواړه سپین کړي وو. دوچ کلک مخ ګڼه او ځګه ږیره یې ښه پاکه خروله .

دفترته له راننوتونه وروسته چې کله په چوکۍ کیناستونو په خپل سورخیرن شان دوسمال یې دمخ اوتندي خولې وچې کړې اوپه دې وخت کې یوه سخت ټوخي ونیو . که دیوې خوانه یې په خړاچکو (بلغمو)کې وینې معلومیدې خوله مخ نه یې هم داسې ښکاریدل چې دکوم غټ مرض مکروب په کې ښې ځالې جوړې کړې دي . وروسته له هغې چې ټوخی یې ودریدونوپه لاندې شونډې پاتې خړاچکی یې په خپل خیرن دوسمال پاک کړ.

له تشناب نه چې بیرته راغې نودیوې غټې خیټې خاوندچې قره قلي یې په سروه اودسپین کتان جامې یې لږې خیرنې غوندې معلومیدې اورنګۍ تارتارږیره یې ببره شوې وه ،د دووخیټورومامورانوترڅنګه ناست واوله دوی سره یې د پسپسکوپه حال ولید.

کله چې دی راننوت نودده ددفترمامورانواوناشناسړي چې دظاهري لباس نه دسوداګرپه شان ښکار یدو، ځانونه ناګاره اوچوپ شول .مامورصیب چې په خپله چوکۍ کیناستونوله ګریدلي اوبېرنګه بوټ څخه یې خولې شوې پښه چې سورۍ جورابه یې هم لمده کړې وه راوویسته اودمیز په لاندې لرګې یې پونده چې له جورابې نه را وتلې وه ، نیغه ودروله .

له پښونه یې دبوی وږم راپورته کیدو ،خودده ترڅنګه ناشناسړی چې په خپله یې ددې شیانو مراعت نه کاوه اوپه میاشتومیاشتوبه یې پښې نه مینځلې،په سره دوبي یې دژمي ګرمې جورابې په پښوکړې وې،په دې بوی نه پوهیدو. ده لا سانه وه ایستلې چې رییس یې راننوت . دی حیران شوچې رییس خو کله زمونږدفترته نه دی راغلی ،داڅنګه یې لار غلطه کړې ده ؟

ده ته نېژدې ماموررییس ته سترګه ووهله ، دواړه دسترګې په اشاره پوه شول چې کارشوی دی . مخکې له دې چې رییس دچاسره روغبړوکړي سمدلاسه دده میزته رانیژدې شو . دده دمیزرواق یې را کش کړاودلوټونوشنه قوده یې ترې راوویسته .صادق مامورحیران شو،غوښتل یې چې څه ووایي ، خورییس یې په خوله کې خبره وچه کړه اوپه ډیره ترخه لهجه یې ورته وویل :

دوه درې ورځې دې لا نه دي تیرې شوې اودواره دې په بډوخوړلولا س پورې کړ.

ایمان نه لرې ؟

وجدان نه لرې ؟

نه شرمیږې ؟

آیادادغلا ځای دی ؟

اوس دلته ځان مړوې ؟

صیبه ، دلته صداقت دی صداقت .

دلته مونږبډې خواره نه پریږدو .

ته ګوره چې دې غریب به داپیسې له کومه اوپه څه خوارۍ پیداکړې وي . ته ظالم دې ته نه ګورې چې دچالا س اوپښې به پې خوږشوې وي اواوس پې ته مفته خیټه ډکوې .

مونږخوڅه ړانده نه یو. مونږرشوتخواره ډیرژرپیژنو.

صادق ماموردوارخطایي نه څه نه ویل او ژامې یې کلکې پلکې کلي ونښتې .

رییس صیب له خولې نه سپین ځګونه شیندل اوپه قارقار لګیا وچې په دې وخت کې دوه پولیسان راننوتل . داسې معلومیدل چې مخکې په مصلحت سره راوستل شوي وو .

پولیسودصادق مامورلاسونوته«ولچکونه»واچول اوددفترنه یې بهرته په کشولوکشولووویست، خود دروازې په خوله کې یې دومره قدرې وویل :

زه بډې خورنه یم ،لیکین داخبره ده چې : « ستااوستادرشو تخوروملګروسره په رازکې شریــــــک هم نه یم» .

«پای»

Door Guest