لیکوال: محمدعیان عیان

غازي

چې لا ماشومان وونوداختردمانځه نه وروسته به موچې د خلکوسره داخترمبارکي کوله ، له مبارکۍ نه وروسته به مو ورته داهم ورپسې زیا توله چې: «په حاجیانواوغازیانوکې و شمیرل شې،مونځ روژه دې قبوله شه دټولوعبادتونوسره…».

په هغه وخت کې مونږنه حج پیژندواونه غازي ، خوله مشرانونه مواوریدل چې مخامخ کس ته به یې داخترمبارکۍ کې دغه جوملې(جملې) استعمالولې اومونږهم له هغوی نه زده کړې وې چې کټې مټې به مودهغوی په شان تکرارولې.

وروسته وروسته پوه شوچې حج څه شی دی اوغازي هغه چا ته ویل کیږي چې نورانسانان ووژني،وینې یې توی کړي اودوزخ ته یې ولیږي، خویره چې وژل شوي کسان کاپیران (کافران) وي. وایي چې دکاپیروپه وژلوسړی غازي کیږي.

کله چې زمونږسیمې ته یوسترروحاني شخصیت راغی نو دغازي په مانا(معنا)ښه کره پوره پوه شوم.

*****

زمونږکوردلویې پکتیاپه یوه غرنۍ سیمه کې پروت دی اوغوټ (ټول) ژوندمولکه دنوروکلیوالوپه څیردڅارویوپه روزلو، د ځنګلونودنښتروپه چا تراشو، دجلغوزوپه ټولولو، د سونګ د لرګوپه خرڅولواویولړنوروټکه ټوکه کارونو او منډوترړو چلیږي.

زه دکابل په یوه لیلیه ښوونځي کې زده کوونکی وم اود ژمي په روسختۍ (رخصتۍ)کې به کلي ته راتلم.چې کلي ته به څنګه راورسیدم نوپه سبابه یې بیامادموراوپلارمرستې ته وردنګلي وو.پلارمې سپین ږیری واودکوردچلولودپاره به یې په اوښانودچا تراشوجوپې کولې . دچا تراشوبارونه به یې د کرښې نه هغې خواته اړول . زماپه ورتګ به مې پلارلږه سیله(دمه)وکړه اوداوښانودجوپې پیره به ماورنه واخیسته.په لاره کې زمونږګاونډي«مرجان»کاکاهم راسره مرسته کوله اوداوښانودرانه بارونه به یې راسره ښکته پورته کول.سره د دې چې په ژمي کې دواورواوبارانونودچکړوله کبله کارکم وي،خوبیاهم څوک په کو رکې ارام اوبی غمه نه شي کیناستی.دا ځل موچې دنورو«اوښبنو»جوپه والوسره زمونږدهمیشني ځای دیوځای کیدوپه وخت کې سره ولیدل نودځواب خان «ځدران»نه مې تپوس وکړچې یاره هغه بل وارنه وې راغلی، خیریت خوبه و؟

ځواب خان راته دخپل نه راتګ په کیسه داسې لګیاشو:

هوخیریت و، خوخبره داوه چې دراروانیدوپه وخت کې مشرې ورندارې مې راته په کاسه کې شکڼه(پیاوه)اچولې وه اودرستاخان ته یې وروبللم.ماورته وویل چې ورندارې ولې دې هګۍ نه دي پخې کړې ؟ هغې ویل خیردی نن شکڼه و خوره!ماویل چې شکڼه راباندې خورې نوجوپه نه شم کولای ،ځکه چې په اوښانودچا تراشودرانه بارونه اوبیاداغرونه او غرنۍ لارې په شکڼه څوک نه شي وهلی. بس تړلي بارونه مې ځای په ځای پریښودل اودهغې پیرې جوپه رانه پا تې شوه.داسې سخت پیټي اړول راړول یواځې هغه وخت دسړي په توان اوطاقت کې وي چې چا دچرګوهګۍ اودغوا زیړ غوړي خوړلي وي.

دځواب خان خبرې چې مې واوریدې نوپه زړه کې مې و ویل چې مونږته خوپه والله که به مورکله دخپلې غوا دغوړو یوه ګوته غوړي هم ویلي کړي وي، سره ددې چې زه تل په کابل کې مسافریم اودمکتبینوخودژمي په روسختیوکې په خپلوکورنیوډیرقدروي اونازول کیږي.دکورټول لوي واړه ښه خواړه اودپیرزوشیان همدوی ته ورکوي.هګۍ خوخیر،خور مې هرکال دوه درې چرګې ساتي ،په کورکې ډیرې وي. لیکین مورمې ورته وایي چې باید چرګوته یې کیدوچې چور ګوړي شي اوپه بندوخت کې پې خپل لاس ازاد کړو.

که مورمې دخپلې غوادغوړویوه کاشوغه نیمه په ارکاره کې راته خرابات کولای نوخورمې هم رانه دخپلو چرګو هګۍ نه سپمولې.

ګورئ! مورمې دومره شومه(کنجوسه) هم نه ده لکه تاسو چې پیکرکوئ، خواصله خبره داده : له کله راهیسې چې مو غوالنګه شوې دهماغې لنګون دورځې نه یې بیا ترننه پورې ټول غوړي دغوړوپه حلبي(فلزي)منګوټي کې جمعه کړي او په خدای که به ترې چاته دنګولي داوږې(هوږې)یاپیازودداغ دپاره یوه غوړه ګوته قدرې هم لاورکوي . هغې داغوړي د خپل روحاني«پیر» دشکرانې دپاره جمعه کړي دي.

*****

نن زمونږپه کلي کې یوه لویه خوشالي وه.داسې خوشالي،ته به وایې داخترورځ ده.کټه مټه داخترورځ. هرچاښکته پورته منډې رامنډې وهلې . دخلکوپه تندیوکې دخوشالیورڼاګانې پړکیدې. یوه به بل ته لاپسې داسې غږهم وکړچې: هلکه څه دې دزړه نه ایستلي دي؟چابه دلنګې غوا،چابه دمږ(وری،پسه ، ګډی)،چابه دنغدوپیسواوچابه دغلې دانې خبره کوله.لیکین د سیمې زیاتوښځودخپلوغواګانودغوړوپه منګوټوڅپوټي ټینګول اوپه غاړه کې یې ورله پړي تاوول چې دوړلوپه وخت کې ترې دلاستي کار واخلي . زما مورهم دخپلې غوادغوړوپه منګوټي خړشان څپوټی ورټینګ کړاوبیایې په لمده ټوټه و سولاوه. که څه هم زمونږغوا اوس زاړې وه اودومره شوده یې نه کول. دشیروارنه یې،چې اوس یې په واړه«منداړو» شاربلو،دکوچوپوټی ډیرورکوټی وتو، خوبیاهم موربه مې د خپل روحاني مشردشکرانې دنامې په منګوټي کې ورګوزارا وه . منګوټې نواوس ښه دخولې پورې بیلکل پورمامورډک شوی و.

*****

مورمې دغه منګوټی ماته په لاس کې راکړاوپه غاړه کې له ورتړل شوي پړي نه مې ونیو، خوترې ومې پوښتل چې: چیرته روان یوپه خیر؟

بس زویه ګله خدای ته کسه(وګوره)! هیڅ غږبه نه کوې. ته یواځې په منګوټي پام کوه چې دکال خواري مې په سیند لاهونه شي، که نه نوچې یوڅاڅکی ترې توی شي بیابه مې غاړه په ورځ دقیامت بنده وي. بله داچې صیب به راته وایي چې غوړي درنه په لاره کې په بې باکۍ سره زیان شوي دي.ځکه چې هغه په هرڅه خبریږي اوله ورایه یې ویني. دا خبره به مې بیاان لاتربله کاله پورې ځوروي . زه اومورلا د منګوټي په خبرولګیاووچې په دې وخت کې مې پلاریوکلن« لمورمږ»له موږي نه راایله کړاودغاړې پړی یې ورله په منګول کې ټینګ ونیو.زمونږدالمورمږډیرڅرب اوپه قووت کې واوهغه دچاخبره پلارمې داسې ساتلی ولکه دبز کشۍ آس.

له پلارنه مې هم پوښتنه وکړه چې په ګډي څه کوې؟ولې دې راایله کړ؟هغه لږدتریووچورلي سره ځواب راکړ:ګوره غږبه نه کوې.چې غلطه خبره ونه کړې.هغه یې اوري.هم هغه ته یې ورولم.دادهغه شکرانه ده.پوره یوکال مې دزړه په غوښولکه خوږګوته وساتو،خوچې اوس ته په کې څه بل څه ونه وایې. داستاسومکتبیان کله کله ګډې وډې اپلتې ولي اود خلکوعقیدې خراپوي،خوته به له خولې نه سوڼ قدرې هم نه راوباسې.ورځوپه خیرزمونږسترروحاني پیرصیب ته، چې لومړی یې لاسونه ښکل کړواوبیا ورته داخپلې دغریبۍ شکرانې وړاندې کړو.

*****

چې دصیب ځای ته ورسیدونوهلته یوه داسې ګڼه ګوڼه وه چې ته به وایې دغلودانواوڅارویومنډیي ته وردننه شو.دغلو امبارونه جوړشوي وو.دګډو،سیرلو(وزګوړو)،غوڅکیو( سخوندرو)،غواو اونورومالونو(څارویو) رمباړواوالې ګولې سړی وارخطا کاوه. دغوړودمنګوټوکتارونه هم بې حسابه وو.زمونږدسیمې دټولوکونډورنډواومړوښودغوړودمنګوټو سیلاب لادې خواته راروان و.

دسپیروتیرواوچاودلې پوندوبزګرانودغلودانونه دومره امبارونه جوړشوي ووچې سړی ورته حیرانیدوچې له کومو نیستمنوکندوانونه به راایستل شوي وي؟دبی پولې پټي کسانو لکه زمادپلارګډو،سیرلواونوروڅارویودلوي اختردورځې په شان دمالونوبازارجوړکړی و.

*****

صیب دلوي خان په ستره اوجره(بیټک)کې میلمه واود اوجرې مخې ته پراخه غولی(دالان)له دغوشکرانونه ډک و. ددې کورمخې ته لویې لویې لارۍ هم ولاړې وې چې د صیب دادشکرانې غلې دانې اومالونه په کابل کې دهغه دلبار ته انتقال کړي.دشکرانودلیږدکرایه هم څوک نه اخلي اودغه لارۍ هرچاپه خپله خوښه دلته راوستلي دي.

چې په دروازه وردننه شونودغوښواووریجو(وریژو)بویونو وږي کړو،خویره دډیرواورونو،په اورباندې دیګونو،لوږواود تاوددپونودلاسه موساګانې بندې بندې اوتربت شوې.دخان په اوجره کې دصیب لنګرجاري و. دلته ډیروکلیوالودصیب په درناوي غوڅکي،غویان،ګدي،سیرلي اولایوتن خوپه کې له کوزې خوانه راوستل شوې شنډه میښه هم حلاله کړې وه. لکه په کابل کې دصیب ددلبارپه شان لنګرچلیدو.په سوونو خلک به راتلل اودلنګرډوډۍ به یې خوړله.

موراوپلارمې لومړی دصیب په لاسونواوپښوورښکته شول اودهغودچپولونه وروسته یې خپلې اوښې(اوښکې)په لمنو پاکې کړې.

بیاچې دډوډۍ ټغروته کیناستونوسمدلاسه راباندې ددیګونو والاسترګې ولګیدې.مونږلاپه خوراک بوخت ووچې صیب له یوه سا تونکي نه کلاشینکوپ راواخیستواوددې ځای دمخامخ غونډۍ په لوررهي شو. زمونږنه مخکې ورسره شیردادخان کاکا دسره پالنګي کټ په پیاړموناست و، زرزراوپه پسپسي خبرې یې ورسره کولې.مالومیده چې دکومې موهیمې(مهمې) پیښې په اړه ورسره لګیادی.

صیب چې له دروازې نه ووتونوساتونکي یې هم دوسلوپه لاس ترشاروان شول. داسیمه اوس زیا ته دصیب دپلویانواو مریدانوپه ولکه کې وه. یواځې مخامخ دتپې په سریوه دولتي پوسته پاتې وه چې پرون دصیب ټوپکوالوفتحه کړې وه.هغو د پوستې دنیولودپاره یوه داسې چلوټه جوړه کړې وه چې یو تن یې دحکومت دپلویانوپه جامه پوستې ته ورلیږلی واو هغوی ته یې ویلي ووچې په پلاني ناوکې ډیر زیات وسله وال جمعه شوي اوغواړي په تاسو ناڅپي حمله وکړي. له همدغه ناونه ختارسا ډزوډوزهم اوریدل کیدو.دوه درې تنوله ډیرلرې ځای نه دغه تیریستونکې ډزې کولې اودپوستې دعسکروپام یې هغې خواته وراړولی و. دپوست ې ټول سرتیري هم ورپسې ور وتلي وو.ټوپکوال ورته دناوپه لومړي سرکې په څو(کمین) کې ووچې دناوخولې ته درسیدوسره سم یې هغوی ټول په همدغه ځای کې یومخ سټ کړل.دسرتیرودوینونه دهغه ځای دخوړاو به لاترننه پورې تکې سرې روانې وې.

صیب ته شیردادخان ټوله کیسه کړې وه اوددې نه یې خبر کړی وچې په پوسته کې یواځې یوسرتیری(عسکر)پاتې دی چې هغه هم اوس سپین بیرغ جګ کړی دی.

شیردادخان چې پوستې ته سرورښکاره کړی واوغوښتل یې چې دغه تسلیم شوی سرتیری له پوستې نه راکوزکړي نو په دې وخت کې هغه لګیا ودماسپیښیم دمانځه دپاره یې اودس تازه کاوه اوپه ایستینجابوخت و.شیردادخان ترې بیرته راګرځیدلی واوپه زړه کې یې ویلي ووچې پرې په ارامۍ خپل مونځ سرته ورسوي، وروسته به بیا ورپسې راشم. هغه دپوستې دټولوعسکرودوژلواوددې یوه دتسلیمیدوله خبرې نه صیب ښه پوره خبر کړی و.

*****

صیب چې کلاشینکوپ راواخیستونودتپې په لورپه تګ کې به کله ټیټ شواوکله به یې ديوې لویې ګټې(ډبرې)شاته سنګر ونیواوبیابه بیرته پاڅیدو. بیابه ټیټ ټیټ روان شواولکه یو روی (بد) قومندان چې کټ مټ په درنه جګړه کې ښکیل وي، وروورو دتپې سرته ورنیژدې کیدو.

له لاندې نه مونږاونورټول خلک ورته هک پک اواریان دریان ولاړووچې دالاصیب څه کوي؟بیابه خلکوپه خپل منځ کې وویل چې هغه په هرڅه ښه پوهیږي.په دې کارکې به یې هم څه حکمت وي.

*****

صیب دشیردادخان دخبرې په اوریدوهواته الوتی واوهغه د چاخبره دخوشالۍ نه په جاموکې نه ځایدو. هغه دځان سره ویلي ووچې حج ته دتګ شمیرخوراته مالوم(معلوم)نه دی چې څووارې دکعبې شریفې په لیدومشرف شوی یم ، خود غازي نوم راباندې نه و. نن به اویابه داسې ووایم چې همدا اوس به که خیري غازي هم شم. هم حاجي اوهم غازي، واه واه . اوس به نوبی له شکه په پټوسترګوجنت ته ځم دخیره.

صیب چې دتپې سرته ورورسیدونودتپې سرداسې ولکه وچ جووړ(حوض) چې منځ یې ژورغوندې اودپوستې دپاره ښه مناسب ځای و.

کله چې هغه پوستې ته سرورښکاره کړنوسرتیری دمانځه په لویه سجده پروت واوده دنربچي پې هم د کلا شینکوپ دیرش واړه کارتوسه یوځای ورضربه کړل. دومره ورته نیژدې وچې تر منځ به یې ایله په ییله یوڅوګا مه فاصله وه. ځکه خوډیرمردکي دسرتیري په سرورننوتلي وو.

صیب بیرته شاته راروان شواوخلک چې ورورسیدل نودده په رنجوتورې سترګې تکې سرې اوبټې بټې راوتلې وې. ته به وایې چې دڅوورځونار(نهر) پړانګ یولوي څاروی خولولی اومات کړی دی. په بریتونویې لاس تیرکړاوخلکوته یې وویل چې: یه خلکو مبارکي راکړئ،مبارکي راکړئ!اوس نودادی غازي هم شوم ، حاجي خووم. یوسورکاپیر، سور کمونیست مې مردارکړاودوزخ ته مې ولیږو.

*****

شیردادخان دوی چې پوستې ته وروختل نودسرتیري مړی لاهماغسې دمانځه په سجده پروت واوکه دوی زر نه وای ورغلي نومړی به په سجده شخ پخ کلک شوای وی. دهغه چې یوعادي دپچې عسکروددرۍ (سترنجۍ) په ډول خړکی شان جانمازپه وینواومغزو« لت پت» ؤ. «پای»

Door Guest