يوې نجلۍ د خپل واده د مراسمو په ورځ ځان زندۍ کړ

ښرنه (پژواک ٩ وږى ٩٢): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې يوې اتلس کلنې نجلۍ د خپل واده د مراسمو په ورځ ځان زندۍ کړى دى.

د ښرنې د څلي کلي اوسېدونکي عبدالرحيم د وږي په ۹مه پژواک اژانس ته وويل، څو کاله مخکې دا نجلۍ له داسې چا سره کوژده شوې وه، چې له دې سره يې يو ځای شيدې رودلې وې او نجلۍ به ويل: ((زه نه غواړم داسې چا ته واده شم، چې هغه زما رضاعي ورور دى.))

د نوموړي په وينا، دې نجلۍ خپل پلار، مور، ټولې کورنۍ او خسرګنۍ ته ويلي و، که دغه ځوان ته چې شيدې يې ورسره رودلې واده شي، ځان به مړ کړي.

د ياد کلي يو بل اوسېدونکی ۶۰ کلن حيات خان وايي، دغه نجلۍ بي بي رقيه نومېده، شاوخوا ۱۸ کاله عمر يې درلود او په ماشومتوب کې کوژده شوې وه.

نوموړى وايي: ((نجلۍ خپل پلار، مور او نورې کورنۍ ته ويلي وو، اوس خلک خبر شوي چې خپل رضاعي ورور ته کوژده شوې يم، نو د ګناه او پېغور له امله به هم له ده سره واده ونه کړي او ځان به ووژني.))

د ښرنې د ملکي روغتون مسوولين هم وايي، چې دوی ته د يوې پېغلې مړى ور وړل شوی او له نښو نښانو داسې ښکاري، چې ځان يې زندۍ کړی دی.

د پکتيکا د ښځو چارو رييسې بي بي هوا خوشيوال پژواک ته وويل: ((د نجلۍ پلار يو بې وزله او غريب سړی دی او څلور لوڼې لري.))

نوموړې زياتوي، د نجلۍ تره غوښتل خپل زوی ته يې په زور واده کړي، خو د نجلۍ خوښه نه وه.

هڅه مو وکړه په دې اړه د وژل شوې نجلۍ د کورنۍ نظر هم ولرو، خو ونه توانېدو چې اړيکه ورسره ټينګه کړو.

تر دې مخکې هم د پکتيکا په مرکز او والسواليو کې ورته پېښې رامنځ ته شوېدي؛ شاوخوا لس ورځې مخکې د مرکز اړوند سيمه کې د يوې پېغلې مړى موندل شوى و، چې د سيمې خلکو يې د وژنې عامل کورنى تاوتريخوالى بللى و.

Door Guest