۱۳۹۴-۲-۲۵

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د ښوونکو ښارګوټی نن ورځ په ۵۰۰ جریبه دولتي ځمکه کې پرانیستل شو.

دپکتیکاولایت په مرکز کې دښوونکو په ښارګوټي کې په دې ولایت کې مسلکي

ښوونکو ته دکورونو لپاره رهایشي نومرې ورکول کېږي.

له دې امله دروانې غوايي په ۲۵مه، ددې ولایت په مرکز ښرنه کې دولایت اوپوهنې

ریاست دچارواکو له لورې دښوونکو دیاد ښارګوتي دبنسټ ډبره کېښودل شوه.

دولایت مرستیال ښاغلي عطالله فضلي وویل چې دښوونکو دغه ښارګوټی په ۵۰۰ جریبه

ځمکه کې جوړېږي،دښوونځیو،روغتونونو،کانالازیسیون،جوماتونو اوشنو ساحو

ترڅنګ به اړینې ټولې اسانتیاوي ولري.

نوموړی وایې چې دښارګوټي دځمکې ټول قانوني مراحل بشپړشوي،او دیادو

اسانتیاوو لګښت به ددولتي بودیجې څخه ورکول کېږي.

دپوهنې رییس کوچي ځاځي وویل،چې په یاد ښارګوټي کې به زر

تنو ښوونکوته نومرې وېشل کېږي.

نوموړي زیاته کړه په دې کار سره موږغواړو پکتیکاته مسلکي ښوونکي

راجذب کړو،اوس مهال موږ دمسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ یو

دپوهنې رییس وایې چې دپکتیکامساحت او اراضي ډېرلویه ده،دوی به په

راتلونکي کې په ارګون زون اویوشمېر نورو سیموکې هم دښوونکو لپاره ښارګوټي

جوړکړي.

ځاځي وویل،چې یاد شوی ښارګوټی به دژوند ټولي اړیني اسانتیاوي لري، یوازي په

وېشل شویو نومرو کورونه به دښوونکو له لورې په خپل لګښت جوړېږي..

دپکتیکا دولایتي شوراغړي مبین فقیرزاده خوښي څرګنده کړه چې په دې ولایت

کې ښوونکو ته داوسېدو زمینه برابرېږي.

ده وویل، دښارګوټي په جوړېدو سره به تر ډېره بریده دمسلکي ښوونکو دکمښت

ستونزه هواره شي

نوموړي دپوهنې ریاست له مسؤلینو وغوښتل چې ژر ترژره دې ښوونکو ته دنومرو

دوېش لړۍ پیل کړي،وړ او رښتېنې ښوونکوته دې نومرې ور کړل شي.

درنښت

د پکتیکا ښوونکو ته د ښارګوټي جوړولو کار پيل شو

Door Guest