د افغانستان اسلامی جمهوري دولت

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره

د پکتیکا ولایت مقام

خبرپاڼه

۱۳۹۴-۳-۱۶

پکتیکا :سروبي ولسوالۍ کې ۸،۵ کیلو متره سړک په اساسي ډول جوړیږي.

د پکتیکا ولایت د کلیو او پراختیا ریاست له لورې د عباس خیلو له کلي څخه تر غیبي خیلو کلي پورې ۸،۵ کیلو متره سړک د ۳۴میلونو افغانیو په لګښت په اساسي ډول جوړیږي،دیاد سړک د رغولو چاري د سروبي ولسوالۍ ولسوال عبدالله خیرخواه، د کلیو پراختیا او بیارغوني ریاست استازو او د سروبي ولسوالۍ د مشرانو لخوا د پټي په پریکولو سره پیل شوې،د سروبي ولسوال عبدالله خیرخواه وویل دیاد سړک په جوړولو سره به د سروبي ولسوالۍ د اوسیدونکو ګڼ شمیر ستونزي حل شي، د سروبي ولسوالۍ مشرانو له ولایتي اداري څخه مننه وکړه د سړک په جوړولو یې خوښي څرګنده کړه ژمنه یې وکړه چې ساتنه به یې کوي.دیاد سړک د رغولو چاري به په اتو میاشتو کې بشپړي شي.

درنښت

د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر

Door Guest